دینې لیکنې

د اسلامي ثقاقت ارزښتونه څلورم ارزښت

په اسلامي ثقافت د انسان صورت او سيرت د نورو اديانو له خلکو جلا کېږي؛ اسلامي ثقافت د اسلامي امت لپاره د نورو اديانو څخه د فرق او تمييز عمومي روح او روحيه ده، او مسلمانان په شکل او کړنو کې له نورو امتونو جلا کوي يعنې په کومو خلکو کې چې اسلامي ثقافت عملي شي هغه ټولنه د نورو غير اسلامي ټولنو ډېر تفاوت او بېلوالی پیدا کوي، په دې خاطر د اسلامي تعليماتو په هره برخه کې مسلمانان د نورو خلکو د تقليد او پيروۍ څخه منع شوي،چې موږ يې د بېلګې په ډول يو حديث راوړو: عن عمرو بن شعيب عن أبيه عن جده : أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال ليس منا من تشبه بغيرنا لا تشبهوا باليهود ولا بالنصاري.[سنن ترمذي 2695] ژباړه: عمرو بن شعيب د خپل پلاره هغه د ده د نيکه څخه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: زموږ څخه نه دی هغه څوک چې ځان له مونږه پرته له نورو سره مشابه کړي، د يهودو او نصاراو سره مشابهت مه کوئ.
تجربې او حالاتو هم داسې ښودلې، چې کوم خلک اسلامي تعليماتو ته پاملرنه نه کوي، هغه نه زده کوي او په خپل ژوند کې يې نه عملي کوي هغوی د پردو فرهنګ او کلتور ته ډېر زور وهي ځکه چې دوی خپل اسلامي فرهنګ نه پېژني او په خوند يې نه پوهېږي نو ځکه خپل فرهنګ ورته نيمګړی ښکاري او د نورو فرهنګ ته يې زور وي.
نن چې زموږ په زمانه کې ځينې خلک د نورو باطلو اديانو عادات کوي، خپلې څېرې او شکلونه د هغوی په څېر جوړوي، د هغوی په څېر يونيفورم اغوندې او په فکري لحاظ هغوی ته ميلان کوي لوی لامل يې همدغه دی چې د اسلامي تعليماتو سره رابطه نه لري ځکه که دوی د اسلامي تعليماتو سره رابطه درلودلای په هېڅ شي کې به يې له نورو خلکو تقليد نه وای کړی ځکه اسلام داسې خود کفاء دين دی چې د انساني ژوند د هرې برخې لپاره پوره لارښوونې لري او چې انسان په خپل ژوند کې د څومره مثبتو او منفي کارونو سره مخامخ کېږي د ټولو حکم په اسلام کې شته.
نو مسلمان دې ته هېڅ اړتيا نه لري چې د ښه او بد په لحاظ دې د کارونو په انتخاب کې، د خپلې څېرې په جوړولو کې، د لباس او يونيفورم په خوښولو کې، د خبرو او وينا په کولو کې، د نظام او حکومت په جوړولو کې، د قانون په تصويبولو کې او د دوستۍ او دښمنۍ په کولو کې نورو اديانو ته مراجعه وکړي بلکې د دغو ټولو لپاره طرح، لارښوونې او حکمونه په اسلام کې شته کوم خلک چې په خبر نه دي د دوی ستونزه دغه ده چې دوی له اسلامي تعليماتو بې برخي دي که اسلامي تعليمات په پوره توګه وکړي او عمل هم پرې وکړي بيا به په هېڅ وخت اوهېڅ حالت کې بې له اسلامه بل دين او بل قانون ته رجوع ونه کړي.

  مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *