لیکنېمقالی اوتبصرې

د اسلامي حرکتونو فکري جوړښت ژورې ستونزې لري!

قطری عالم او د ستراتیژیکو مطالعاتو او بحثونو متخصص دکتور جاسم سلطان وايي: د مرسي پر ضد له کودتا مخکې له ما څخه وپوښتل شول چې آیا په مصر کې به اسلامپال په حکومت کې کامیاب شي؟ زما ځواب دا و چې: نه.

موسی فرهاد

قطری عالم او د ستراتیژیکو مطالعاتو او بحثونو متخصص دکتور جاسم سلطان وايي: د مرسي پر ضد له کودتا مخکې له ما څخه وپوښتل شول چې آیا په مصر کې به اسلامپال په حکومت کې کامیاب شي؟ زما ځواب دا و چې: نه.

ځکه ما ته د اسلامي حرکتونو د افکارو عمق معلوم و، چې د یو باثباته دولت د رامنځته کولو وړتیا یې نه درلوده. د اسلامي حرکتونو په فکري جوړښت کې ژورې ستونزې شته او ژورو اصلاحاتو ته اړتیا لري. هغه سطحي ذهنیت چې په اسلامي حرکتونو حاکم دی، که پر اساس یې د دوی واک دوام پیدا کوي دا به یو خارق العاده کار وي. که د مرسي حکومت بریالی شوی وای، دا به واقعا یوه معجزه وه. ښايي څوک ووايي چې د مرسي حکومت ځکه نسکور شو چې پر ضد یې نړيوالې دسیسې روانې وې. زه وایم اصلي ستونزه همدا ده چې ته د لویو ننګونو سره مخامخ یې او دومره فهم او درک نه لرې چې دا خطرونه وپیژنې، نو طبیعي ده چې دسیسې به درباندې غلبه مومي. له پیښو څخه باید عبرت واخیستل شي. داسې نه چې په لاره کې دې د غره په شان موانع پراته وي، ته یې اول وینې نه، که ویې ګورې هم، وایې چې ورنږدې شم په معجزانه ډول به ستونزه حل شي، کله چې ورورسیږې او معجزه پیښه نه شي او غر دې په دا سر راپرېوځي، بیا وایې چې دا ابتلاء او امتحان و، باید صبر ولرو او بیاځلي هڅه وکړو، او دا چاره پرلپسې تکراریږي. ستونزه همدا ده چې د زده کړې او عبرت اخیستلو هیڅ فکر نشته. که ته په نړۍ کې د مخته تګ په طریقه نه پوهیږې دا ستا خپل مشکل دی، د نړۍ مشکل نه دی. د نړۍ کار همدا دی چې خنډونه به درته جوړوي، او ستا کار دا دی چې د دې چلنجونو په منځ کې به په مهارت سره د مخته تګ لاره باسې. اما که ته د نړۍ دسیسې نادیده نیسې او بیا وایې چې دا د نړۍ له لاسه، دا منطقي نه ده. دا د نړۍ نه بلکې ستا له خپله لاسه. مطلب دا نه دی چې مونږ له اسلامي ارزښتونو تېر شو. مګر دا پوښتنه باید وشي چې ایا د اسلامي ارزښتونو په اړه زمونږ تصور د اسلام له تقاضا سره سم دی؟ که ستونزه زمونږ په ناسم پوهاوي کې وي، باید په دې پوهاوي بیا کتنه وشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *