دینې لیکنېلیکنې

د اسلامي عقايدو پېژندګلوي دويمه برخه

د عمل او عقيدې تړاو
له هغه ځايه چې عقيده د انسان رسمي اقوالو او افعالو ته هڅوونکې وبلل شوه، نو څرګندېږي چې:
الف-عقيده داسې اساسنامه ده چې نور ټول فعاليتونه به د هغې په چوکاټ کې ترسره کېږي، لکه د يو هېواد اساسي قانون چې د ولس ټول کارونه په ځانګړې چوکاټ کې سره ځاى پر ځاى کوي او د ولس هر وګړى مجبوره کوي چې خپلې کړنې او خبرې به له ياد قانون سره برابروي.
ب-عقيده او اعمال د هغه ونې په څېر دي چې عقايد يې د ريښې او بيخ حيثيت لري او اعمال يې پاڼو ته ورته دي،نو لکه څنګه چې ونه له رېښو پرته ونه نه نومول کېږي،بلکې د سوځېدلو يا پُل جوړولو لپاره د لرګي په حيث کارول کېږي، د يو انسان اعمال او اقوال هم چې هر څومره زيات او لوړ وي، له عقيدې پرته هېڅ ارزښت نه لري.
ج- عقيده او اعمال د روح او جسد تلازم ته ورته والی لري؛ لکه څنګه چې جسد له روح پرته نه پاتې کېږي او معطّل به شي، همدغه رنګه اعمال له عقيدې پرته هېڅ اعتبار نه لري،خو که د انسان په وجود کې روح پاتې وي او يوازې يې د بدن يو غړى له منځه لاړ شي په هغه کې يوازې يو عيب رامنځ ته کېږي. په دغه ډول که چېرې ايمان پاتې وي او په ښو اعمالو کې خلل رامنځ ته شي سره له دې چې انسان د معنويت له اړخه معيوبېږي خو ايمان يې د اخروي بري لامل جوړېداى شي. نو ايمان د دين اصل الاصول، بنسټ، د بېلابېلو اعمالو (عباداتو، طاعاتو او قرباتو) د صحت لپاره مدار او په آخرت کې د انسان د نجات لامل دى.
د- په انسان کې د عقيدې شتون، د انسان قلبي سکون ته لامل جوړېږي او پر هغه کارونو چې ترسره کوي يې زيات اعتماد پيدا کولاى شي او زيار باسي د خپلې عقيدې اړوند کارونه په لا جديت او کوښښ پر مخ يوسي،نو ځکه عقيده د انسان رسمي اعمالو او اقوالو ته مستند او لامل جوړېداى شي.
هـ – عقيده د انسان اعمالو او اقوالو ته چټکتيا بخښونکې ده؛ يعنې هر څومره چې د يو چا عقيده غښتلى وي هغومره يې رسمي کړنې او خبرې قوت او زياتوب لري، لکه څنګه چې څومره انټرنيټي شبکې غښتلى وي هغومره د متکلم انسان ږغ او حالات مقابل لوري ته ژر او ښه معلومېږي،خو که په چا کې عقيده نه وه يا يې باورونه کمزوري وه هغومره به يې د رسمي افعالو او اقوالو صدور ضعيف او کمزورى وي.
و-د پورته ياد شويو مواردو پرته بايد وويل شي چې عقيده، د خلکو د ژوند د چارو په انسجام کې خورا مهم رول لري. له هغه ځايه چې د بشريت له نوعې هېڅ داسې ډله شتون نه لري چې د ځانګړو باورونو او فکرونو برخمنه نه وي،نو څرګندېږي چې باورونو او فکرونو ته ميلان، فطري کار دى،خو هرو مرو به کتل کېږي چې غوره عقيده کومه عقيده ده؛ ځکه فکرونه او باورنه سره بېل دي او داسې هم نه ده چې دوه بېلابېل شيان دې په يوه وخت کې هم سم وي او هم ناسم، بلکې خامخا يو سم او بل يې ناسم دى.
غوره عقيده:
هغه باورونه چې د رسمي افعالو او اقوالو لامل او مدار جوړېداى شي په دوه ډوله دي:
الف_ هغه باورونه چې الله تعالى د خپلو ټولو بندګانو لپاره ټاکلى وي، تغيير نه منونکي وي او پر ثابت او واضح نقلي او عقلي دليلونو باندې ولاړ وي او هېڅ ډول شک به ورته لاره نه لري، دغه عقيدې د حق عقيدې دي.
ب- هغه باورونه چې د هوا او هوس څخه سرچينه اخلي او صحيح دليل له ځان سره نه لري؛ تل د تزلزل، تعديل او تحريف په معرض کې واقع وي او د حق عقايدو په مقابل کې د غڼې د ځالې په شان وي.نو غوره عقيده هغه عقيده ده چې د ټولو وختونو او زمانونو په اوږدو کې پر ځاى پاتې وي او دا عقيده به داسې وي چې د شريعت څښتن خپلو بندګانو ته خوښه کړې وي. له هغه ځايه چې د ټولو آسماني اديانو اصل د الله تعالى له لوري اېښودل شوى ؛ نو ځکه ليدل کېږي چې د ټولو آسماني اديانو او عقيدو اساسنامه پر درېيو اصولو؛ توحيد، نبوت او معاد باندې ولاړه ده او هېڅکله په آسماني اديانو کې د دغه اصولو په اړه تغيير نه دی رامنځ ته شوى يوازې د اديانو فروعات د استعدادونو او د زمانې له اړتياوو سره سم تغيير مني، نو ځکه مو اراده وکړه چې د همدغه درېيو حياتي اصولو اړوند بحث وکړو چې د امت مسلمه تر منځ هم متفق عليه
دي.

  شېخ الحديث صبغت الله مولوي زاده / ژباړن: محمدصادق طارق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *