دینې لیکنې

د اسلامي عقايدو پېژندګلوي لومړۍ برخه

عقيده څه شى ده؟
لکه څنګه چې هر انسان له دوو بېلابېلو؛ عادي او رسمي حالاتو برخمن دى چې په عمومي ځايونو کې يې حالات عادي او په رسمي ځايونو کې رسمي دي، کړنې او خبرې هم دوې برخې لري چې له يو او بل سره يې فرق ښکاره کېږي.
الف-عادي کړنې او خبرې لکه: خوراک او څښاک، ناسته او ولاړه، خوب او ويښتوب او نور معاملات چې د بشري (شهواني او غضباني) قوتونو د تقاضاء پر بنسټ او د دوامدارې ارادې له مخې را پورته کېږي، دغه کړنې او خبرې ډېر وخت د انسانانو په زياتو افرادو کې برابرې وي.
ب -رسمي کړنې او خبرې: انسان په ځانګړي چوکاټ سره ځاى پر ځاى کړى وي او په هماغه خاص محور کې يې تر سره کوي لکه : د شيانو حلال او حرام ګڼل، اطاعات، عبادات او ثوابونه چې د انسانانو طبقې او طائفې په دغه رنګ کړنو او خبرو کې د پام وړ توپيرونه لري؛ يو به مردار شوی حيوان حلال بولي او خوري به يې، خو د بل چا له انده به يې خوراک حرام وي. يو به د بتانو لپاره نذر او نياز ښه کار ګڼي او بل به يې له حرامه پورته اکبر الکبائر بولي. د عادي او رسمي کړنو او خبرو تر مابين بل توپير: سره له دې چې دغه دوه ډوله اقوال او افعال د قصد او اختيار له مخې ترسره کېږي او له دې اړخه سره يو دي، خو له بل پلوه بيا ډېر زيات توپيرونه لري؛ که چېرې د يو چا عادي کړنو او خبرو ته سپکاوى وشي يا مردودې وبلل شي.دومره به يې د خوابدتيا لامل جوړ نه شي لکه چې يو څوک يې رسمي افعالو او اقوالو ته سپکاوى، توهين او تحقير وکړي، ځکه په دويم صورت کې به دومره په خښم او غضب شي چې د خپل دغه رنګ کړنو او خبرو د دفاع په پار سر ورکولو او وينو تويولو ته هم چمتو شي.د عقيدې تعريف : د عادي ارادې او قوتونو پرته يو بل داخلي کار، د دغه رنګ کړنو او خبرو لامل ګرځېداى شي او هغه باورنه دي؛ چې د انسان زړه ورسره غوټه خوړلي وي او د يادو افعالو او اقوالو لپاره د ريښې حيثيت لري، او انسان تل د دغه کړنو او خبرو ترسره کولو ته هڅوي،نو ځکه چې انسان د دغه رنګ افعالو او اقوالو سپکاوی په حقيقت کې د هغوى د اصل او ريښې سپکاوی بولي، چمتو دى چې په هر ممکن ډول؛ کله نا کله د مناظرې او کله بيا د مقاتلې له لارې له خپل دريځه ساتنه او دفاع وکړي.آن تر دې چې د دغه رنګ خبرو او کړنو د دفاع په پار چمتو دي د الله تعالى د نيکو او ښو بندګانو په مقابل کې توره را وباسي، له همدې امله کولاى شو عقيده داسې تعريف کړو چې: ((عقيده د باورونو او فکرونو يوه ټولګه ده چې د انسان زړه ورسره تړلي وي او انسان ته د رسمي افعالو او اقوالو د ترسره کولو انګېزه ور وبخښي.))

  شيخ الحديث صبغت الله مولوي زاده / ژباړن: محمدصادق طارق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *