بېلابېلې لیکنې

د اسلامي نظام قدر وکړئ! ډاڪتر سیف الله «خالد »

ای د الله ﷻ ولیانو تاسي خو لږ د خپل تېر تاریخ خوږو او ترخو پېښو پاڼي را وسپړئ بیابه پوه شئ چي موږ څوڪ یو ،څوڪ شوو او د چا سره په مقابله کې قرار لرو؟ د اوسنی حاڪم اسلامي نظام د بقا

ای د الله ﷻ ولیانو تاسي خو لږ د خپل تېر تاریخ خوږو او ترخو پېښو پاڼي را وسپړئ بیابه پوه شئ چي موږ څوڪ یو ،څوڪ شوو او د چا سره په مقابله کې قرار لرو؟ د اوسنی حاڪم اسلامي نظام د بقا او استحڪام په هکله د شڪرانې لمنځونه او نیڪي دعاوي وکړئ امریکایان او نور د اسلام قسم خوړلي توطئیه ګر دښمنان وپېژنئ او هم په یاد ولرئ چي زموږ اسلامي خاوري دوی څنګه تر خپل تسلط لاندي راوستلې؟ ڪومي توطئې یې په لاره اچولې او په راتلونکي کي کوم شوم پلانونه لري؟ ویښ اوسئ د دې نظام قدر وڪړئ ډېر څه مو پرې قربان کړي هرڅه مو ورکي خوندي دي د ځمڪي په سر هیڅوڪ داسي امیر او سپېڅلی نظام نه لري چي فقط وېره یې د الله ﷻ څخه وي او نور د نړۍ د هیڅ انسان پروا نه ڪوي. لکه څنګه مو چي مخکي د اسلام دښمنانو ته خپله میړانه او د توري زور ښودلی نن هم همداسي مستحکم اوسئ تاسي تاریخ وګورئ په ۱۸۰۵ ع ڪال کې امریکایانو پر طرابلس (اوسنۍ لیبیا) چي یو اسلامي ملڪ وو یرغل وڪړ او د منځني ختیځ په دې اسلامي هیواد یې خپل بیرغ لوړ ڪړ چي د هغې زمانې مسلمانانو هم بغیر له ڪوم مقاومت څخه اسلامي خاوره په بیغیرتۍ او سرټیټۍ د یوه شرموونڪي تړون په پایله ڪې امریکایي یرغلګرو ته پرېښوده. خو موږ او تاسو داسي و نه کړل د الله ﷻ په نصرت مو هغې مغروري نړۍ ته داسي ماتي ورکړه چي د نسلونو به یې په یاد وي همدارنګه که په همدې مدیترانه را وڅرخو په ۱۸۰۴ ع ڪال کې امریڪایي ښڪیلاکګرو د المغرب پلازمینې طنجې ته یو پیغام لیږلی وو چي په هغه کې یو سوال وو (سوله غواړئ ڪه جګړه؟) د هغه وخت د غفلت په خوب ویدو بې احساسه مسلمانانو هم د یوه شرموونڪي تړون په پایله کې نوموړی اسلامي ملڪ بغیر له کوم مقاومت او جګړې څخه امریکایي ښڪیلاکګرو ته وسپاره.کوم مقاومت یې و نه ڪړ او تر اوسه هغوی د خپلو لوڼو ناموسونو او کورنیو اختیار نه لري د مدیترانې په غاړه پروت هیواد چي فقط د کښتیو ڪرایه د هغه ملڪ د ټولو مسلمانانو ټول مصارف پوره کوای شي خو نن هغوی د غلامۍ او اسارت په شکل په خپله قیمتي خاوره کې ژوند مخته وړي هغوی وینې نذرانه نه کړې الله ﷻ هم هغه اعزاز او ارزښت چي د دوی په قیمتي ځمڪو کي یې ایښی وو ورڅخه واخیست که چیري هغوی اوس هم همت وکړي ان شاالله خپله خاوره به الله ﷻ بیرته ورکړي.موږ او تاسو خپله خاوره خپل شرعي نظام او خپل اختیار لرو د دې باید قدر وکړو.که چیرته د امریکایي اشغالګرو تاریخي مظالمو او فلان ګذاریو ته وګورو دوی هیڅڪله تر ماتي وروسته بیا په قرار نه دي ناست یو په بل پسې توطئې او اوږد مهاله تخریبي پروګرامونه یې جوړ کړي او جوړوي یې که د همدې ۱۸۰۵ ع ڪال پېښو ته وګورو د ټونس ارزښتمند اسلامي ملڪ هم د امریکایي یرغلګرو تر سختو بمباریو وروسته د خونخوارو امریڪایانو لخوا اشغال شو دوی بیا په هغه زمانه کې په قرار نه وو ناست ورپسې یې یولس کاله وروسته په ۱۸۱۶ ع کال د الجزایر د اسارت تړون هم د نوموړي هیواد له سست مذهبو او له شهادت څخه تښتېدونکو مسلمانانو سره لاسلیڪ کړ چي تر اوسه هغوی د اسارت او غلامۍ ژوند لري هدف مو دادی چي د دوی سره به زموږ دښمني د قیامت تر ورځي پوري روانه وي هیڅکله د دښمن د تبیلغاتو تر اثر لاندي مه راځئ هره ورځ مو دښمنان لګیا دي تخریب کوي ، خلڪ نر او ښځې په مختلفو بهانو د نظام په خلاف را پاروي ورته ویښ اوسئ ، منفیات لټوي ، په یوه او بله بهانه د نظام او اولس تر منځ واټنونونه زیاتوي ، هیڅڪله اختلافي بحثونه مه کوئ یو بل ته په ښکلیو منطقي دلایلو قناعت ورکړئ ، مخریبین مشخص او رسوا یې کړئ ، د امیر الؤمنین حفظه الله هر فرمان چي شرعي ملحوظه نه وي ورکې او ان شاالله چي نه به وي د سر په سترګو یې و منئ اطاعت یې وکړئ ، تل هڅه وکړئ خپل مخالف ته په جذباتو نه بلکي په مقنعو دلایلو قناعت ورکړئ ، په اوسني وخت کې د نړۍ مطبوعات د اسلامي امارت تخریبوونکي هیوادونه وپیژنئ تر څار لاندي یې ونیسئ او ټولي تخریبي پروژې یې رسوا او بدیل یې ترمیمي اعمال تر سره کړئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *