افغانستان

د اسلامي همکاریو سازمان یو پلاوی کابل ته راځي

ټاکل شوې د اسلامي همکاریو سازمان یو پلاوی کابل ته راشي او د بېلابېلو مسایلو په اړه له اسلامي امارت سره خبرې اترې وکړي.
په افغانستان کې د دې سازمان سفیر وایي، د یاد سازمان دفتر به د ښځو د کار بندیز د حلېدو په اړه له افغان حکومت سره خبرې اترې وکړي.
د دې سازمان د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې افغان ولس ته د مرستو رسونې په تړاو هم د سرپرست حکومت له چارواکو سره خبرې وکړي. د افغانستان لپاره د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان سفیر محمد سعید العیاش دافغانستاني سرې میاشتې ته د مرستو د تسلیمولو پر مهال وویل ځانګړي استازي يې د اسلامي امارت له چارواکو سره په کتنو کې د بېلابېلو موضوعاتو او په ځانګړې توګه د پراختیايي او اقتصادي چارو، روغتیا او ښوونې او روزنې په تړاو بحثونه کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *