دینې لیکنې

د اسلامي ټولنې د جوړښت لپاره د قرآن کريم (۱۰۰) اغېزناک پېغامونه   محمد علي  عظمت

 ۱ ــ او له خلکو سره ښې خبرې کوئ. (بقره/۸۳)

 ۱ ــ او له خلکو سره ښې خبرې کوئ. (بقره/۸۳)

   ۲ ــ او (نېک خلک) غوسه زغمونکي او له خلکو تېرېدونکي دي. (آل عمران/۱۳۴)

   ۳ ــ څنګه چې الله جل جلاله په تا باندې احسان کړی، ته هم له نورو سره ښېګڼه کوه. (قصص/۷۷)

   ۴ ــ یقيناً هغه (الله جل جلاله) لويي کوونکي نه خوښوي. (نحل/۲۳)

   ۵ ــ او هغوی ته په کار دي چې له عفوې او تېرېدنې څخه کار اخلي. (نور/۲۲)

   ۶ ــ او خپل غږ دې لږ ورو کړه. (لقمان/۱۹)

   ۷ ــ او په خپل تګ کې منځلاریتوب غوره کړه. (لقمان/۱۹)

   ۸ ــ اې مؤمنانو! نه خو دې يو سړی په نورو سړيو ټوکې کوې، کېدای شي، هغه خپله له هغوی څخه غوره وي او نه دې ښځې په نورو ښځو پورې ملنډې وهي، کېدای شي هغه خپله له دوی څخه غوره وي. (حجرات/۱۱)

   ۹ ــ له مور و پلار سره نېکي وکړئ/ښه چلن کوئ. (بني اسرائيل/۲۳)

 ۱۰ ــ هغو (مور او پلار) ته (اُف) هم مه وايه. (بني اسرائیل/۲۳)

 ۱۱ ــ اې اېمان لرونکو! هغه مریان او وینځې چې ستاسو په ملکیت کې دي او له تاسو څخه هغه ماشومان چې تر اوسه لا بلوغ ته نه دي رسيدلي، هغو ته پکار دي چې په دريو وختونو کې (تاسو ته د راتللو لپاره) له تاسو اجازه واخلي؛ د ګهیځ له لمانځه مخکې او غرمه مهال چې تاسو جامې باسئ او ږدئ او د ماخوستن له لمانځه وروسته. دا درې وختونه ستاسو د پردې وختونه دي، له دې وختونو پرته پر تاسو باندې هیڅ تنګي نشته او نه پر هغو. (نور/۵۸)

 ۱۲ ــ اې مؤمنانو! کله چې تاسو تر ټاکلي وخته پورې د پور معامله کوئ، نو هغه لیکئ. (بقره/۲۸۲)

 ۱۳ ــ او د کومې خبرې چې تا ته یقین نه وي (د هغو رښتیا ګڼلو)، هغه پسې مه ځه. (بني اسرائيل/۳۶)

 ۱۴ ــ که پوروړی تنګلاسه و، نو تر ارتګې پورې مُهلت ورکړه. (بقره/۲۸۰)

 ۱۵ ــ اې مؤمنانو! له الله جل جلاله څخه وډار شئ، که تاسو رښتيني مؤمنان ياست، نو له سوده چې (د چا په ذمه) څه برخه پاتې وي، هغه ورپرېږدئ. (بقره/۲۷۸)

 ۱۶ ــ دوی د دروغو اورېدونکي او د حرامو (سود) خوړونکي دي. (مائده/۴۲)

 ۱۷ ــ (یعنې) دوی هغه خلک دي چې له الله جل جلاله سره کړې ژمنه پوره کوي او له معاهدې سرغړونه نه کوي. (الرعد/۲۰)

 ۱۸ ــ اې مؤمنانو! له ډېرو ګومانونو څخه ځانونه وساتئ، ځينې ګومانونه ګناه وي. (حجرات/۱۲)

 ۱۹ ــ او حق له باطل سره مه ګډوئ او د حق خبره مه پټوئ؛ (ځکه اصل حقیقت) تاسو ښه پېژنئ. (بقره/۴۲)

 ۲۰ ــ اې داوده! مونږ ته په زمکه کې خلیفه کړی يې، نو ته د خلکو په منځ کې په حقه پرېکړې کوه. (ص/۲۶)

 ۲۱ ــ اې مؤمنانو! عدل پلي کوونکي اوسئ او د الله جل جلاله لپاره شاهدي ورکوونکي؛ که څه هم شاهدي ورکول ستاسو په زیان وي یا د مور و پلار او خپلوانو په تاوان. (نساء/۱۳۵)

 ۲۲ ــ او کله چې (د ميراث) د وېش په وخت کې (له وارثانو پرته) خپلوان، يتيمان او مسکینان راغلل، نو له دې څخه څه برخه ورکړئ او په ښه طریقه خبره ورته وکړئ. (نساء/۸)

 ۲۳ ــ د نارينه وو لپاره هم په هغه مال کې برخه شته چې مور و پلار او خپلوانو پريښی وي او د ښځو لپاره هم په هغه مال کې برخه شته چې مور و پلار او خپلوانو پريښی وي. (نساء/۷)

 ۲۴ ــ او يتيمانو ته د هغوی مالونه ورکړئ. غوره مال په بد مال مه بدلوئ او د هغو مال له خپل مال سره یوځای مه خورئ. بېشکه دا ستره ګناه ده. (نساء/۲)

 ۲۵ ــ او (الله جل جلاله) دا تاکید کوي چې تاسو د یتیمانو په خاطر په انصاف ولاړ اوسئ. (نساء/۱۲۷)

 ۲۶ ــ دا مال په اسراف او تلوار سره مه خورئ. (نساء/۶)

 ۲۷ ــ حقیقت دا دی چې ټول مسلمانان سره وروڼه وروڼه دي. له دې امله د وروڼو ترمنځ اړيکي سره سم کړئ او له الله نه ووېرېږئ، څو له تاسو سره د رحمت معامله وشي. (حجرات/۱۰)

 ۲۸ ــ اې مؤمنانو! له ډېرو ګومانونو ځان وساتئ، بېشکه ځينې ګومانونه ګناه وي. (حجرات/۱۲)

 ۲۹ ــ او د یو بل غیبت مه کوئ، آيا له تاسو څخه څوک دا خوښوي چې د خپل ورور غوښه وخوري. (حجرات/۱۲)

 ۳۰ ــ او د چا په عیب لټولو پسې مه کېږئ. (حجرات/۱۲)

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *