د اسلامي ټولنې د جوړښت لپاره د قرآن کریم (۱۰۰) اغېزناک پېغامونه! دريېمه برخه
۶۱ ــ (اې رسوله! خلکو ته) ووایه چې: پلېت او پاک څيزونه (سره) برابر نه دي. که څه هم د ناولیو زیاتوالی ښه
محمد علي عظمت
۶۱ ــ (اې رسوله! خلکو ته) ووایه چې: پلېت او پاک څيزونه (سره) برابر نه دي. که څه هم د ناولیو زیاتوالی ښه درته شکاره شي، نو اې د عقل خاوندانو! له الله جل جلاله څخه ووېرېږئ چې بريالي شئ. مائده/۱۰۰
۶۲ ــ (او اې رسوله!) دوی ته دا هم ووايه: «دا زما سمه نېغه لاره ده، په دې باندې روان شئ او په نورو لارو مه ځئ. که نه د الله جل جلاله له لارې به واوړئ.
خلکو! په دې خبرو الله جل جلاله تاسو ته سپارښتن کوي. انعام/۱۵۳
۶۳ ــ د غله سړي او غلې ښځې د دوی دواړو لاسونه غوڅ کړئ، د دې لپاره چې دوی ته د خپلو کړو بدله ميلاو شي. دا د الله جل جلاله له لوري عبرتناکه سزا ده. او الله جل جلاله د قدرت خاوند، د حکمت څښتن دی. مائده/۳۸
۶۴ ــ د ګناه او بې عدالتي خلاف هڅه و هاند:
او (اې مسلمانانو!) له کافرانو سره تر هغه وجنګېږئ، چې فتنه پاتې نشي او ټول دين د الله جل جلاله لپاره شي. بیا که دوی ایسار شي، نو الله جل جلاله د دوی عملونه ښه ويني.
۶۵ ــ پر تاسو باندې مردار شوی (څاروی)، وينه، د خنزیر غوښه، (همدارنګه) هغه څه چې د الله جل جلاله له نومه پرته د بل څه نوم پرې ويل شوي وي، خپه شوې او … حرام دي. مائده/۳
۶۶ ــ اې مؤمنانو! شراب، قمار، د غیرالله عبادتځايونه او د فال غشي؛ دا ټول پليت او د شیطان کار دی. نو له دې څخه ځان وساتئ، څو بریالي شئ. مائده/۹۰
۶۷ ــ … او له قماره ځانونه وساتئ… مائده/۹۰
۶۸ ــ اې مؤمنانو! له الله جل جلاله څخه وډار شئ او نېغه رښتیا خبره کوئ. احزاب/۷۰
۶۹ ــ تباهي ده، د هغه شخص لپاره چې پسې شا عیب لګوونګی (او) په خوله د پېغور عادي وي. همزه/۱
۷۰ ــ اې د ادم عليه السلام زامنو او لورګانو! کله چې تاسو جومات ته راځئ، نو د خپلې ښکلا سامان (جامې واغوندئ) او راشئ. اعراف/۳۱
۷۱ ــ او خورئ، او څښئ او بې ځایه لګښت مه کوئ. یاد لرئ چې الله جل جلاله بې ځايه لګښت کوونکي نه خوښوي. اعراف/۳۱
۷۲ ــ او که له مشرکانو څخه کوم یوه له تا پناه وغوښتله، نو هغه ته تر هغه مهاله پناه ورکړه، څو هغه د الله جل جلاله کلام واوري، بیا هغه د ده د امن ځای ته ورسوه. توبه/۶
۷۳ ــ الله جل جلاله پاکي غوره کوونکي خوښوي. توبه/۱۰۸
۷۴ ــ په هغو خلکو کې مه شاملېږه چې ناهيلي کيږي. ابراهیم عليه السلام وويل: «د خپل رب جل جلاله له رحمته له ګمراهانو پرته نور څوک نه ناهیلي کېدای شي؟» حجر/۵۵/۵۶
۷۵ ــ الله جل جلاله د توبې قبلولو ذمه واري د هغو کسانو لپاره کړې چې په ناپوهۍ سره څه ناوړه کار ترې وشي، بیا ژر توبه وباسي، نو الله جل جلاله د دوی توبه قبلوي. او الله جل جلاله په هره خبره ښه پوه هم دی، د حکمت والا هم دی. نساء/۱۷
۷۶ ــ د خپل رب د لارې لور ته خلک په حکمت سره او په ښه اسلوب په نصیحت کولو سره راوبوله. او (که د بحث وار راورسېده نو) له دوی سره بحث هم په داسې طریقه وکړه، چې غوره وي. نحل/۱۲۵
۷۷ ــ او هیڅ پېټی وړونکی به د بل پېټی نه وړي. او په چا باندې چې لوی پېټی بار کړی شوی وي، که بل چا ته د هغه د پورته کولو بلنه ورکړل شي، نو له هغه څخه به هیڅ هم نشي پورته کولی. فاطر/۱۸
۷۸ ــ او خپل اولاد د نېستۍ له ډاره مه وژنئ. مونږ هغوی ته هم روزي ورکوو او تاسو ته هم. باور وکړئ، د هغوی وژل ستره غلطي ده. بني اسرائيل/۳۱
۷۹ ــ او د کومې خبرې چې تا ته یقین نه وي (د هغې رښتیا ګڼلو سره) په هغه پسې مه ځه. باور وکړئ، چې د غوږ، سترګې او زړه په اړه (له تاسو څخه) پوښتنه کیږي. بني اسرائیل/۳۶