دینې لیکنې

د اسلامي ټولنې د جوړښت لپاره د قرآن کریم (۱۰۰) اغېزناک پېغامونه/ وروستۍ برخه

۸۰ ــ او د چا په عیب لټولو پسې مه کېږئ. (حجرات/۱۲) ۸۱ ــ اې مؤمنانو! له خپلو کورونو پرته نورو کورونو ته مه ننوزئ، تر څومو چې اجازه نه وي

محمد علي عظمت
۸۰ ــ او د چا په عیب لټولو پسې مه کېږئ. (حجرات/۱۲)
۸۱ ــ اې مؤمنانو! له خپلو کورونو پرته نورو کورونو ته مه ننوزئ، تر څومو چې اجازه نه وي اخیستې او د کور په هستوګنو مو سلام نه وي اچولئ. (نور/۲۷)
۸۲ ــ بیا (کله چې عذاب راشي) نو مونږ خپل رسولان او هغه کسان چې اېمان يې راوړی، هغوی ژغورو. همداشان مونږ دا خبره په ذمه اخیستې چې ټولو (نورو) مؤمنانو ته نجات ورکړو. (يونس/۱۰۳)
۸۳ ــ او د الرحمن بنده ګان هغه دي چې په زمکه باندې په عاجزۍ سره ځي. او کله چې ناپوه خلک هغوی ته (جاهلانه) خطاب وکړي، نو دوی د سلامتۍ خبره کوي. (فرقان/۶۳)
۸۴ ــ او (دوی ته) ووايه: «تاسو خپل عمل کوئ. الله جل جلاله به اوس ستاسو د عمل طریقه وويني، د هغه رسول صلی الله علیه وسلم هم او مؤمنان هم، بیا به تاسو هغه ذات ته ور وګرځول شئ، چې په پټو او ښکارو پوهیږي، بیا به تاسو ته هغه څه دروښيي، چې تاسو یې کوئ. (توبه/۱۰۳)
۸۵ ــ ووايه: «زه هم ستاسو په څېر یو انسان یم، (البته) په ما باندې دا وحې نازلیږي، چې ستاسو ټولو بس یو خدای دی نو څوک چې له خپل رب جل جلاله سره د مخامخ کېدو هیله لري، پکار ده هغه نېک عمل وکړي. او د خپل مالک په عبادت کې بل څوک ورسره شریک نه کړي.» (کهف/۱۱۰)
۸۶ ــ آيا دا کومه د باور وړ خبره ده چې تاسو د جنسي غوښتنې پوره کولو لپاره ښځې پرېږدئ او سړيو ته ورځئ؟ حقیقت دا دی چې د سترې ناپوهي د کار کوونکي ياست. (نمل/۵۵)
۸۷ ــ اې مؤمنانو! له الله جل جلاله څخه ووېرېږئ او له رښتینو سره شئ. (توبه/۱۱۹)
۸۸ ــ او په زمکه کې په کبر سره مه ځه. نه ته زمکه څيرلی شې او نه ته په اوچتوالي غرونو ته رسېدلی شې. (بني اسرائيل/۳۷)
۸۹ ــ او (ښځې) دې د خپل سینګار څرګندونه چا ته نه کوي، پرته له هغه چې خپله هغه ښکاره شي. او خپل پړوني دې په خپلو ګرېوانونو راواچوي. (نور/۳۱)
۹۰ ــ بېشکه الله جل جلاله دا خبره نه معاف کوي چې له هغه سره څوک شریک ونیول شي. او له دې وړه خبره چې د چا لپاره یې خوښه شي، بښي يې. چا چې له الله جل جلاله سره څوک شریک کړ، نو لوی تور یې وتاړه. (نساء/۴۸)
۹۱ ــ ووايه: «اې زما هغه بنده ګانو! چې پر ځانو یې ظلم کړی، د الله جل جلاله له رحمته مه ناهیلي کېږئ. باور وکړئ الله جل جلاله ټولې ګناوې بښې، یقيناً هماغه ډېر بښونکی، خورا مهربان دی. ()
۹۲ ــ او نیکي او بدي نه سره برابریږي. ته د بدي دفاع په داسې طریقه کوه چې ډېره غوره وي. نتیجه به دا شي چې د کوم شخص او ستا ترمنځ دښمني وه، هغه به ورو ورو داسې شي، لکه هغه (ستا) خوږ، مهربان دی. (حم سجده/۳۴)
۹۳ ــ او هغو چې د خپل رب خبره منلې ده او لمونځ یې اداء کړی دی. او هر کار یې په خپلمنځي مشورې سره ټاکل کیږي. او مونږ چې هغوی ته کومه روزي ورکړې، له هغه څخه (د نيکي په کارونو کې) لګښت کوي. (شوری/۳۸)
۹۴ ــ په حقیقت کې د الله جل جلاله په نزد په تاسو کې تر ټولو عزتمن هغه دی، چې په تاسو کې له ټولو زیات متقي وي. باور وکړئ، الله جل جلاله په هر څه پوه، له هر څه باخبره دی. (حجرات/۱۳)
۹۵ ــ او تر کومه ځایه چې رهبانیت (دنیا پرېښودل) دی، هغه دوی له خپله ځانه جوړ کړی و، هغه مونږ د دوی په ذمه نه و واجب کړی. (حدید/۲۷)
۹۶ ــ له تاسو څخه چې کومو کسانو اېمان راوړی دی او هغو ته چې علم ورکړل شوی، الله جل جلاله به د هغو درجې اوچتې کړي. او چې تاسو څه کوئ، الله جل جلاله په هغه ښه خبر دی. (مجادله/۱۱)
۹۷ ــ الله جل جلاله تاسو له دې خبرې نه ایساروي، چې کومو خلکو د دین په معامله کې یې له تاسو سره جګړه نه ده کړې او تاسو یې ستاسو له کورونو څخه نه يی وېستلي، چې تاسو له هغه سره نېکي وکړئ او د انصاف چلن وکړئ. يقیناً الله جل جلاله انصاف کوونکي خوښوي. (ممتحنه/۸)
۹۸ ــ او په کومو څيزونو کې چې الله جل جلاله تاسو ته یو پر بل لوړوالی درکړی، د هغه هیله (ارزو) مه کوئ. (نساء/۳۲)
۹۹ ــ بیا کله چې تاسو د خپل حج احکام بشپړ کړ، نو د الله جل جلاله ذکر وکړئ، څنګه چې تاسو د خپلو پلرو نیکو ذکر کوئ. (بقره/۱۹۹)
۱۰۰ ــ او چې سوالګر وي، هغه مه رټه. (ضحی/۱۰)

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *