لیکنېمقالی اوتبصرې

د اسلام له نظره د کرنې او مالدارۍ ارزښت

شاه محمود درویش

د اسلام ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي: د نیالګیو کینول او کرنه ، یا په بله وینا ، کرنه او نباتي محصولات زمونږ د ژوندانه یوه برخه ده ، چې انسان تر ډیره د خپل ژوندانه اړتیاوې او دخپل اړتیا وړ خوراکي توکي له همدې لارې ترلاسه کوي ، ونه او کرنه د آبادي نښه ، د سمسورتیا او زرغونتیا لامل ده ، او د هوا د نرمي او دانساني هوساینې او د طبیعت د پاکوالې او صفایي لامل ګرځي ، کله چې خداي تعالی په قرآنکریم کې ، دانسان په تړاو له خپل نعمت او کرم څخه یادونه کوي ، نو د هغو اصلي لا ملونو یادونه هم کوي چې له هغو پرته کرنه ناشونې او په لاندې توګه دي :
1-ځمکه : الله تعالی فرمایي ، چې ځمکه مو چمتو، او ستاسو په واک کې درکړه او هغې ته مو دکښت او کرنې وړتیاوې وروبښلې او دا هغه ستر نعمت دی، چې انسان یې باید له یاده ونه باسي او اړینه ده، چې د خدای تعالی شکر ادا کړي: اوبې شکه الله تاسې ته ځمکه وغوړوله، چې تر څو تاسو په پراخو لارو کې ولاړ شئ.
2-اوبه: خدای تعالی د اوبو په اړه، چې هغه په مباح ډول او په پراخه پیمانه د انسان په واک کې ورکړل شوي او ځمکه د بارانونو او سیندونو د اوبو په مټ ژوندۍ ساتي، فرمايي: او دی هغه ذات دی، چې له آسمان څخه اوبه راوروي او ددې اوبو له لارې له ځمکې څخه بیلابیل بوټي د باندي راباسي، پاڼې او شګوفې ورکوي او دانې پکې شنه کوي.
3-باد او هوا: خدای تعالی جل جلاله په دې اړه، چې باد یې د ورښت زیری راوړونکی او د وریځې خوځوونکی او د واښو او ونو تلقیح کوونکی ګرځولی، داسې فرمایي: او ځمکه مو وغوړوله، په هغې کې مو غرونه درولي او هره ګټوره ونه او نباتات مو د نظم پر بنسټ شنه کړي دي، او تاسې ته مو په کې د ژوند توکي برابر کړي او د هغوئ لپاره چې تاسو یې روزي ورکوونکي نه یاست. او هیڅ داسې شی نشته، چې موږ سره یې خزانې نه وي، خو موږ یې صرف په یوه ټاکلې اندازه را نازلوو او موږ خوځوونکې بادونه رالیږو، بیا له آسمانه اوبه راتویوو او تاسو پرې خړوبوو، چې تاسو یې زیرمه کوونکی نه یاست.له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله(صلی الله علیه وسلم) وفرمایل:« هیڅ مسلمان داسې نیالګی نه کینوي، مګر دا چې هغه څه، چې ترې خوړل کیږي، دده لپاره صدقه ده او هغه څه چې ترې غلا کیږي، دده لپاره صدقه ده او هیڅوک څه ترې نه راکموي، مګر دا چې دده لپاره صدقه ده». او په بل روایت کې بیا داسې دی:« مسلمان کوم داسې نیالګی نه کینوي، چې انسان، یا حیوان او مرغۍ ترېنه خوري، مګر هغه څه، چې دده لپاره د قیامت تر ورځې د صدقې په توګه شمیرل کیږي». اوپه بل روایت کې داسې دی:«مسلمان کوم نیالګی نه کینوي او داسې کښت نه کوي، چې کوم انسان، حیوان او نور څه ترې نه خوری، مګر هغه څه، چې دده لپاره صدقه وي». انس رضي الله تعالی عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي، چې دوئ مبارک وفرمایل:«که د قیامت ورځ راشي، ستاسې د یوه په لاس کې نیالګی وي، چې یې کینوئ، نو یې کینوئ» د افغانستان د صادراتو زیاتره برخه هم، کرنیز او له مالدارۍ څخه تر لاسه شوي محصولات دي. د افغانستان نږدې ۸۰ سلنه خلک پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي. د لبنیانو تولید او د مالدارۍ محصولات نه یوازې، د کلیوالي وګړو د ژوند چارې دي، بلکې دغه تولیدات او محصولات ښاري اړتیاوې هم پوره کوي. پر دې بنسټ، مالداري، د افغانستان په اقتصاد کې ستره ونډه لري، او زموږ د خوړو امنیت مهمه برخه جوړوي. لکه څرنګه چې لوی خدای جلا جلاله فرمایی: آیا دوئ نه دی لیدلي، چې موږ د خپل(قدرت) په لاسونو څاروي ورپیدا کړل، چې دوئ یې خاوندان شي. او هغوئ مو ورښکیل کړي دي، چې ځینې یې سپرلۍ دی او له ځینو یې تغذیه کوي. او په دې(څارویو) کې(نورې) ګټې او د څښلو(شیان هم) دوئ ته شته; نو ولې دوئ شکر نه کاږي. نو پر موږ لازم دی،چې د قرانکریم د متبرکه آیتونو او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د نبوي حدیثونو د لارښوونو په پام کې نیولو سره، د کرنې او مالدارۍ څانګې د ودې، پرمختیا او ترویج په برخه کې خپله مهمه ونډه ادا کړو او د خوراکي توکو د تامین په برخه کې، چې له همدې لارې ترلاسه کیږي، خپل مسوولیت سرته ورسوو.
د نیالګیو او کرنې څخه ساتنه او پالنه:
کرنه، نیالګي او ونې تر کښت او کرکیلی وروسته، جدي پالنې او ساتنې ته اړتیا لري. په دې برخه کې، د پیغمبر صلی الله عیله وسلم، له یوه صحابي څځه روایت شوی، چې یې ویلی، په خپلو دواړو غوږونو مې له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل، چې یې وفرمایل: هغه څوک، چې یوه ونه کینوي او د ساتنې او پالنې په برخه کې یې زغم او صبر لري، ترڅو حاصل ته ورسیږي، نو د هر راز حاصل په بدل کې یې، چې د هر چا او هر شي له خوا ترې ګټه اخیستل کیږي، د خدای تعالی په نزد ده ته صدقه او ثواب شته. یوازې له کرنې څخه د غوره پالنې او ساتنې په صورت کې کولی شو، د کرنې او کرنیزو محصولاتو د تولیداتو له پایښت او دوام څخه ډاډ ترلاسه کړو او له دې لارې، خوراکي توکی تامین کړو.
د کرنې او کرکیلي حکم:
پیژندل شوی عالم محمد بن عبدالله قرطبي(رح) وايي: کښت او کرنه کفايي فرض دی او پر امام لازم دی، چې پر خلکو په جبري توګه کرکیله او کښت لکه د نیالګیو کینول پر خلکو تعمیل کړي. کفایی فرضیت په دې مانا ده، چې خلک د خوړو امنیت او د ژوند اقتصادي چارې یا د ځمکې خلافت به ښه بڼه ترسره او تامین کړي.
د کرنې او د نیالګیو د کینولو ګټې:
کرنه، کرکیله او د نیالګیو کینول، له ځانه سره ډیرې ګټې لري، چې له دې جملې څه کولی شو، لاندې برخو ته اشاره وکړو:
الف)بوټي او ونې، د بشر په ژوندانه کې ډیره مهمه ونډه لري، ځکه چې د هوا په نرموالي، د چاپیریال د تودوخی په انډول او له خاورې څځه د ساتنې په برخه کې ارزښتناک رول لري او د انسان اړتیا وړ خوراکي توکي او ویټامینونه پوره کوي او ددې ترڅنګ، نورې اقتصادي او روغتیايي ګټي هم لري.
ب) له غلو دانو، میوو اوحبوباتو څخه د عشر د ورکړې له لارې، له بیوزلو او نیستمنو کسانو سره مرسته کیږي، چې دغه چاره د اجر او ثواب لامل ګرځي; له دغو شیانو څخه د عشر ورکړه فرض دی. الله جل جلاله فرمایی: او د حاصل د ټولولو په ورځ یې زکات ورکړئ.
ج) د نیالګیو کینول او کرکیله جاریه صدقه ده، چې مصداق یې دغه حدیث دی:کله چې انسان مړ شي. عمل یې ترې قطع کیږي، مګر له درییو شیانو یعنې، له جاریه صدقي، نافع علم او صالح اولاد څخه، چې ده ته دعا کوي، نه قطع کیږي. نو پرموږ لازمه ده، چې نه یوازې کرکیلې او کرنې ته مخه وکړو، بلکې تر کښت او کرنې وروسته ساتنې او پالنې ته یې هم پاملرنه وکړو، تر څو له دې لارې، د خپل او د بشر راتلونکی نسل د خوراکي توکو د چمتو کولو په برخه کې، خپله آیماني ونډه مو په سمه توګه ادا کړې وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *