دینې لیکنېلیکنې

د اسلام نه مخکې زمانو کې د ښځو حقونو ته لنډه کتنه

سریزه
ښځه د بل هر انسان په څېر په ټولنه کې د ژوند کولو حق لري او په ټولو چارو کې مهم او اړين رول لوبوي¬. ښځې په ټولنه کې ځينې حقوق او دندې ¬لري. د اسلام مبارک دين او پخوانيو اديانو د ښځو د درناوي او د هغوي د حقونو د ثبتولو په برخه کې پوره روښانه بحث کړې دي. د کميت له پلوه ښځه په اټکليز ډول د ټولني د نمايي څخه زياته برخه جوړوي. دغه ټولنيز موجود د ټولني د چارو په سمون او د ژوند په ټولو برخو کې خورا زيات او د ارزښت وړ رول لوبوي. ښځه د ژوند په بيلابيلو پړاوونو کې د ژوند سرچېنه، ماندينه، خور او مور ده. ښځه په ټولنه کې د مشخصو حقونو او وجيبو درلودونکې ده. دښځو حقونه په اسلام او بشري ټولنو کې واضح او روښانه دي سره له دي چې د اسلام مبين دين او نورو پخوانيو اديانو د ښځي د تکريم او د دوي د حقونو په تسجيلولو بشپړه څرګندتيا لري، خو په عمل کې دغه حقونه د تاريخ په بيلابيلو دورو کې تر پښو لاندي شوي دي. بناءً بده به نه وي تر څو د تاريخ په بيلابيلو دورو کې د ښځو د حقونو په څرنګوالي رڼا واچول شي. په ټوليزه توګه پرته له استثنايي مواردو څخه، ښځه د اسلام څخه مخکې ټولونو کې د هر راز ارزښت او اهميت وړ نه بلل کېده. ښځي د اموالو او اجناسو په څير پيريدلي او پلورل کېدلې او د نارينه په لاس کې د يو آلي يا وسيلې په توګه ګڼل کېدلي، په دغو ټولونو کې ښځه د ګناه او بد مرغۍ او غذاب سمبول ګڼل ګيده، له همدي امله که به نوئ زيږيدلي ماشوم نجلۍ وه، ژوندي به ښخېدله. په دې لنډه لیکنه کې به له اسلام څخه مخکې تمدنونو کې د ښځو پر حقونو بحث وکړو.
۱- د يونان په ټولنه کې د ښځو حقوق: په داسې حال کې چې د يونان هيواد د کلتوري علومو له نظره په تيرو ملتونو کې يو له متمدنو او پرمختللو ټولنو څخه شميرل کېده، خو د ښځو د حقونو په برخه کې، خورا ورسته پاته وو، ځکه چې تاريخ ددي شاهد دي چې په دغه زمانه کې، ښځه نه يوازي د کور په څلور دېوالونو کې بندي ساتل شوي وه، ، بلکې د جسمي پلوه هم د ربړوني او عذاب سره مخامخ وه، يعني د ميراث څخه بي برخي وه او د نسل د توليد د يو وسيلي په توګه ګڼل کېده او په کور کې يي د يوه مزدو حيثيت درلود . په دې پرمختللې ټولنه کې ښځې د هېڅ ډول عزت او مقام حقداره نه وه، له ذلت او خوارۍ پرته يې بل څه نه درلودل او ټول لوړ مقام، عزت او کرامت د نارينه په لاس کې وو او بس.
۲- د روم په ټولنه کې: په رومي ټولنه کې نارينه په کورنۍ کې مطلق العنان او د قيد او شرط څخه پرته پاچاهان ګڼل کېدل. نارينه په رومي ټولنه کې مذهبي رييس، سياسي حاکم او د کورني د ټولو شئونو متصرف شميرل کېدل او ټول حقونه هغوي ته منسوبيدل، نارينه د هر څه څښتن وو او د ژوند په ټولو چارو کې يي بشپړ واک درلود، حال دا چې ښځي د هيڅ شي څښتني نه وي. لکه څنګه چې تاريخ پوهانو څرګنده کړي ده، په روم کې به چې ښځې په يوې کورنۍ پورې تړاو وموند، په بشپړه توګه به د هغي کورنۍ ملکېت ګڼل کېده، وروسته له واده څخه به د نومو‌ړې ښځې د خپلي پلرنۍ کورنۍ سره د خپلوۍ ټولې اړيکې پرې کېدلې او د مېړه شخصي مال به ګڼل کېدله. مېړه د خپلې ښځې او لوڼو د ژوند په ټولو برخو باندې حاکم وو، مېړه قانوناً حق درلود چې خپله ښځه د هر ډول جرم په ارتکاب محاکمه کړي او هر ډول سزا يې چې لازمه ګڼله پرې تطبيق کاندي. مېړه آن کولاي شو خپله ښځه اعدام کړي او ويې وژني. که چېرې به د ښځې مېړه مړ کېده، هغه به د خپل مشر زوي، لېوره او يا هم د مېړه تر ادارې لاندې راتلله.
۳- د يهودو په زمانه کې: يهوديان په دې آند وو چې نجلۍ د خدمتګارې حيثيت لري او پلار يې د هغو د پلورلو حق درلود. ښځې ته ميراث نه ورکول کېده، خو د ورور د نه شتون په صورت کې يې کولاي شول د دغه حق څخه برخمنه شي. پلار کولاي شول د خپل ژوندانه پر مهال لور ته يو څه وروبښي. همدا راز کله به چې نجلۍ د ورور د نه شتون په صورت کې د ميراث حقداره شوه، بيايې نو د واده حق نه درلود او که چېرې به يې واده وکړ، د ميراث د حق څخه بې برخه کېدله. په همدې توګه که چېرې به نجلۍ د ورور د شتون په صورت کې له ميراث څخه بې برخي شوه، د دې نفقه پر ورور باندې او مهر يې د دې پر مېړه تثبيتيده.
۴- په نصراني (مسيحي) ټولنه کې د ښځو حقونه: مسيحي ټولنې د نورو په پرتله د ښځو د حقونو په اړه د خورا مبالغې څخه کار اخيست او د ښځو په اړه د مسيحيانو کړنې په يولړ عقيدو باندې ولاړې وې. دوي ښځه د ګناهونو او فسادونو سرچېنه ګڼله او په دې آند وو چې ښځه د نارينه لپاره د جهنم د ورونو څخه يو ور دي. يو ستر مسيحي پوه، کراي سوستم په دې هکله داسې ويلي دي:( ښځه هغه شر دي چې دهغې څخه دتېښتې لارنشته، هغه د فطرت وسواس، دخوښې وړ آفت، د کورني لپاره خطر، دعاشقانو قاتله، مصيبت او سوځوونکې او لمبې وهونکې اور دي).
په پنڅمه ميلادي پيړي کې د پوهانو ستره غونډه جوړه شوه او دې پوښتنې په هکله يې بحث کولو چې (آيا ښځه يوازې يو مجرد او بي روحه جسم دي او يا داچې د روح خاونده ده؟) د دي غونډي په پاي کې دي فيصلي ته سره ورسيدل چې ښځه د هغه ناجيه (ژغورونکې) روح څخه چې دا بايد د جهنم څخه وژغوري، تشه (بي برخي) ده. په (۵۸۶) زيږديزکال کې فرانسويانو يو کنفرانس داير کړ تر څو چې دا خبره جوته کړي چې ښځه انسان ده او که نه ده انسان؟ وروسته له ډير جر او بحث څخه دي پايلي ته سره ورسيدل چې ښخه انسان ده او د نارينه د چوپړ لپاره پيدا شوي ده.
دوي په دي اند وو چې د ښځو سره د جنسي اړيکو درلودل نجس او پليد عمل دي او هغو څخه بايد ځان وساتل شي که څه هم د نکاح او مشروع تړون له لاري دا عمل سرته ورسيږي او انزوا د واده څخه ښه ده. دغه ډول رهباني آند او تفکر د خلکو په روح باندي داسې اغېزه وکړه چې نکاح يې پليده او نجسه ګڼله او د ښځې مقام او حيثت د ژوند په ټولو اړخونو کې خورا ټيټ وو.
۵- داسلام نه مخکې په عربي ټولنه کې د ښځو حقوق: د اسلام نه مخکې په عربي ټولنه کې ښځې د ژوند په ټولو برخو کې له خپلو حقونو بې برخې وې، د نجلۍ د زېږېدو پر مهال به خلک خپه کېدل او بد شګون به بلل کېده. په دې ټولنه کې د نجلۍ زېږېدل د کورنۍ لپاره د بدمرغۍ او لوي ناورين په توګه تعبير شوي وو، د ښځو په وړاندې د دوي کرکه او غصه دومره وه چې خپلې لوڼې به يې ژوندۍ ښخولي. ښځې له ميراث څخه بې برخې وې، ځکه چې دوي عقيده لرله چې ښځې ته ميراث ورکول پرديو (د ښځې خاوند او خپلوانو) ته د جايداد سپارل دي. په همدي توګه دوي دومره حريص وو چې غوښتل يي تر څو نجلي د خپل پلار په کور کې پاتي او واده نه شي. ښځه د هيڅ ډول ټاکلو حقونو څخه برخمنه نه وه چې ميړه بايد دهغوي په ورکړه مکلف واي. د طلاق په ورکړه کې هم محدود عدد شتون نه درلود، نه هم د ښځو سره د نکاح کولو په شميره کې حدود موجود وو او نه هم ښځي ته د راتلونکې ميړه د ټاکلو حق ورکړ شوي وو.
۶- داسلام نه مخکې د فارس په ټولنه کې: په دې ټولنه کې ښځه په بشپړه توګه د سړي تر حاکميت او کنټرول لاندې وه او نارينه حق درلود تر څو ښځه بي له پوښتني ځواب او پرته له کومي محاکمي څخه او بي له دي چې په موضوع څيړنه تر سره شي، د لزوم په صورت کې په مرګ باندي محکومه کړي. ښځه د کور د مال په شان د سړي په قبضه کې وه. د حيض په وخت کې به ښځې له کوره ايستل کېدې او ښځې به دا وخت له کلي او ښاره بهر په يوه وړه خيمه کې تېراوه، چا به د حايضې ښځي سره معاشره نه درلود، آن هغه چا به چې نوموړي ښځي ته خواړه وړل خپله پوزه به يي په يوه ټوکر کلکه تړله تر څو د هغي د نجاست او پليدۍ څخه لري وي او دهغي هوا تنفس څخه به يي په کلکه ډډه کوله چې د حائضي سره يي تماس درلود. د فارس په ټولنه کې د نسبي محرماتو، لکه د ترور، مورنۍ ترور، لور، خور او ورته ښځو سره نکاح مجازه ګڼل کېده.
۷- داسلام نه وړاندې په آريايي ټولنه کې د ښځو حقوق: په اوومه ميلادي پېړۍ کې د خراسان ښځې نسبتاً مهمې او د اهميت وړ ګڼل کېدلې، د هغه وخت د قوانينو له مخې ښځو د واکمنۍ او په شاهي مقامونو کې هم د کار کولو حق درلود. د هغو مقرراتو له مخې چې په دې زمانه کې رامنځ ته شوي وو، د دوديز آريايي طبقې له مخې، چېرې چې خلک په څلورو طبقو ويشل شوي وو، د لوړې طبقې سره د ټيټې طبقې واده کول منع وو، او د نږدې خپلوانو سره واده کول هم منع وو، او کله به چې ښځي يو ځل واده وکړ، دويم ځل يي نه شو کولاي چې ميړه وکړي.
ماخذونه:
۱- ايوبي، کوهدامني(1391). حقوق بشر، جندر واطفال، کابل. انتشارات قومنداني اکادمي پوليس.
۲- حضرتی، غلام دستګیر. ۱۳۸۴، آموزش حقوق اطفال.
۳- رسولی، محمد اشرف، اسلام و حقوق بشر و پس منظر حقوق بشر در افغانستان

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *