سرمقالې

د اشغالي دورې د مادي او معنوي نجاستونو صفایي یوه مهمه ملي ذمه واري ده!

دا حقیقت هم اوس او هم د تاریخ په اوږدو کې د لمر په شان روښان دی چې بهرني یرغلگر ځواکونو د خپل اشغال د عمر اوږدولو لپاره په ښکېل شویو سیمو کې د هیڅ ډول شر، فساد او فتنو په خپرولو او ترویج کې نه یوه ذره سستي کوي او نه یوه شېبه غفلت، هغوی غواړي په همدې وسیله له ملتونو د مقاومت ځواک واخلي، د مخالفت او خپلواکۍ غوښتنې روحیه یې ووژني او د همت او مېړانې رگونه یې ورغوڅ کړي. ځکه اخلاقی او ټولنیزو فسادونو کې ډوب، له خپلو تاریخي ارزښتونو او ویاړونو ناخبره او بې دیانته ولسونه بیا د خپلواکۍ او غلامۍ په توپیر نه پوهیږي او د هر وگړي ستر ارمان یې فقط د ورځنیو مادي مزو چړچو برابرول وي. له نېکه مرغه افغان مسلمان ولس چې د خپل تاریخ په لړۍ کې ډېرلږ د پردیو ترواک لاندې پاتې شوی، لاهم د گردې نړۍ د نورو قومونو په نسبت پرخپل مذهب، کلتور، اخلاقی ارزښتونو او ټولنیزو خصوصیاتو ډېر کلک ولاړ دی. البته په دې لړ کې بیا زموږ لپاره ترټولو اغېزمنه مرحله، همدغه تېره شل کلنه اشغالي دوره ده چې د دښمن د جنگي فعالیت په پرتله اوس دلته د هغوی د اخلاقی او معنوي زیانونو اثار خورا ډېر ترسترگو کیږي. د مثال په ډول د صلیبی لښکرو د یرغل پر مهال دلته د نشه یي توکو زراعت او سوداگري په صفر ولاړه وه، خو وروسته له شل کاله د تگ پر وخت یې یاد کارو بار په نړۍ کې لومړۍ درجې ته ورسېد او څلور میلیونه روږدي یې راپاتې شول، پرته له شکه چې دغه فساد زموږ د هېواد لپاره هم مادي زیانونه لري او هم زښته ډېر معنوي، دغه راز د اشغال دوري نور گڼ نجاستونه لکه په سیاسي، فرهنگي، تعلیمی او ټولنیزو ډکرونو کې د پرنگي عاداتو او اخلاقو نښې نښانې او همداسې ترټولو مهم یې د مفسدو او مبتذلو رسنیزو چینلونو خطرناک پروگرامونه، هغه څه دي چې په حقیقت کې د هر ملت لپاره تر زهرو کم نه دي. په دې حساب اوس چې د قادر خدای جل جلاله په خاص فضل افغانان په تمامه معنا د یو ملي او خپلواک حاکمیت خاوندان دي، کولی شي د خپل ژوند او نظام گرد سره اړخونه له یادو نجاستونو پاک او هر څه یې خپلو دیني اصولو، اخلاقی معیارونو او ټولنیزو ارزښتونو سره سم برابر کړي. دا چې اوس د اسلامی امارت مشرانو د مخدراتو پر کرنې بندیز او د معتادینو راټولو او درملنې ته ملاتړلې، د گداگرۍ لعنت ختموي، رسنۍ کنټرولوي، تعلیمي نصاب اصلاح کوي او له ټولنې د اخلاقي مفاسدو لکه اختطاف، شوک مارۍ، جوارگرۍ، سپي جنگول، په ودونو کې ناروا او بې شرمۍ، فحشاء او نور رذایل ختموي، فقط د همدغه ایماني او ملي مسؤلیت احساس دی.
خو دلته باید هیڅکله دا هم له یاده ونه ویستل شي چې د یادو پلیتیو له منځه وړل خورا درنه چاره ده چې یوازې سرکاري انتظامات یې کفایت نه شي کولی بلکې لازمه ده چې ټول ملت په کلک هوډ سره دغه کمپاین ته اوږه ورکړي، مثلاً که هر مور او پلار د خپل اولاد ښې روزنې او د اعمالو څارنې ته متوجه اوسي، هر جومات، مدرسه، ښوونځي او پوهنتون کې، ملا، خطیب، استاد او مسؤل پر خپلو اړوندو مقتدیانو، طالبانو او شاگردانو ټینکار وکړي، هر سپین ږیری او مخور د امنیت ټینګښت او جرایمو مخنیوي کې خپل وس وکاروي او همدا رنګه هره چاپي او برېښنایي رسنۍ او د نورو ټولنیزو شبکو کارونکي خپل خپل مکلفیت تر سره کړي، هیڅ شک نشته چې د یرغلگرو پاتې مردارۍ به لنډه موده کې صفا کیږي او پایله به یې د ګرد افغان ملت مادي او معنوي سوکالي او نېکرغي وي، راځئ په دې سپیڅلې مبارزه کې دې ګرد افغانان ښه په اخلاص ونډه واخلي او له هر ډول مادي او معنوي نجاستونو د خپل گران هېواد خلاصون دې خپل ارمان وټاکي. دا زموږ ټولو یو ستر ملي مکلفیت دی او یوازې حکومت ته دومره دروند کار ورسپارل غټه بې انصافی هم ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *