افغانستان

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست: د رسنیو د اقتصادي ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه پرون د اروپايي ټولنې له ځانګړي سیاسي استازي توماس نیکلسن، د اروپايي ټولنې له سفیرې رافیلا یودېچه، د یادې ټولنې له ستر سلاکار جیني ګرین او مل پلاوي سره وکتل.
په دغه کتنه کې دواړو لوریو د ګډو همکاریو له کبله مننه وکړه او په افغانستان کې یې د روان وضعیت او بېلا بېلو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړې.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست په دغه کتنه کې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په رڼا کې د بیان له ازادۍ او د رسنیو له ازاد فعالیت څخه هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ او د هېواد د کلتوري او تاریخي میراثونو د ساتنې ژمنه يې وکړه.
خیرخواه همدارنګه له افغان رسنیو، رسنیزو بنسټونو او خبریالانو سره د اروپايي ټولنې د اقتصادي همکاریو غوښتنه هم وکړه.
په ورته وخت کې توماس نیکلسن په دغه کتنه کې د کلتوري او تاریخي میراثونو د ساتنې، د بیان ازادي په ځانګړې توګه د رسنیزو تخطیو د څېړنې کمېسیون په تړاو خبرې وکړې او په دې تړاو يې د اسلامي امارت کړنې وستایلې.
د یادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست په دغه کتنه کې د اروپايي ټولنې استازو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په رڼا کې د بیان ازادۍ ته ژمن دی او د رسنیو اقتصادي ستونزو د حل په موخه يې هڅې پیل کړې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *