افغانستان

د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنگي معیين:له هنرمندانو سره هر راز همکارۍ ته چمتو یو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي د صنعت او سوداګرۍ اوونۍ په مناسبت جوړ شوي د کابل نړیوال نندارتون په څنډه کې د نقاشۍ او مېناتورۍ له برخې څخه لیدنه وکړه.

په یاد نندارتون کې د یو شمېر ښځینه او نارینه هنرمندانو هنري اثار پکې نندارې ته ایښودل شوي وو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معین په دغه لیدنه کې د هنرمندانو د کارونو ستاینه وکړه او د هر راز همکارۍ ژمنه یې
وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي یادو هنرمندانو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او د ستونزو د حل ژمنه يې ورسره
وکړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *