افغانستان

د اطلاعاتو او کلتور وزیر: کلتوري مسایل باید له سیاسي مسایلو سره ونه تړل شي

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزير د آغاخان کلتوري خدمتونو د څانګې له مشر، د یونسکو د فرهنګي ادارې پخواني مرستیال او د چين د تاريخ او لرغون پوهنې پوهنتون له استاد او مل پلاوي سره کتلي دي.
نوموړي په دې لیدنه کې ویلي، چې کلتوري مسایل باید له سیاسي مسایلو سره ونه تړل شي. سرپرست وزیر دغه راز زیاته کړې؛ افغانستان داسې لرغونې سيمې او کلتوري ميراثونه لري چې په نړۍ کې يې ساری کم لېدل کېږي، خو په تېرو ۴۰ کلونو کې د جګړو له امله يې لرغونې سيمې سختې زيانمنې شوې او ځانګړې پاملرنه، نه ده ورته شوې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *