افغانستان

د اطلاعات او فرهنګ د نشراتو مرستيال رسنيو ته: د افغانستان واقعيتونه په کره او بې پرې توګه منعکس کړئ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین مهاجر فراهي پرون د خبریالانو د کمېټي د ولایتي همغږۍ په ۶ میاشتنۍ غونډه کې ګډون وکړ.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین مهاجر فراهي پرون د خبریالانو د کمېټي د ولایتي همغږۍ په ۶ میاشتنۍ غونډه کې ګډون وکړ.

نوموړي په یاده غونډه کې وویل چې د خبریالانو  ستونزو ته رسېدنه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لومړیتوبونو څخه دی.

فراهي همدارنګه له خبریالانو او رسنیو څخه وغوښتل، چې په بې پرې او کره توګه په افغانستان کې شته واقعیتونو ته انعکاس ورکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع په دغه ناسته کې وویل، چې یاد وزارت به د خبریالانو د ستونزو د حل په موخه هڅې لا ګړندۍ کړي او په همدې موخه يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او خبري بنسټونو د استازو ګډ پلاوی ټاکل شوی، چې تر دې دمه يې له یو شمېر رسنیو څخه هم لیدنې ترسره کړې دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې سرپرست عبدالقدیم سهاک په دغه غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه غوښتنه وکړه، چې په ځانګړي ډول د ولایتي خبریالانو لپاره د ښوونیزو کورسونو او سیمینارونو په جوړولو کې له دغه کمېټې سره مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې دغه ناسته به دوه ورځې دوام ولري او ټاکل شوې ده، چې برخوال يې اطلاعاتو ته د لاسرسي او رسنیو د قانون په برخه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه د اسلامي امارت له اړوندو مسوولینو سره شریک کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *