افغانستانمرکې

د اطلاعات او فرهنګ وزارت له نشراتي معين؛ محترم مولوي مهاجر فراهي صاحب سره ځانګړې مرکه!

پوښتنه: السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته! تر هر څه لومړی درته ښه راغلاست وايو، هيله ده روغ جوړ به ياست. محترم فراهي صاحب! په مجموع کې د اطلاعات او فرهنګ وزارت نشراتي برخه څرنګه ارزوئ؟
ځواب: وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته! مننه، خدای مو کامياب لره. د لومړۍ پوښتنې په ځواب کې بايد ووايو چې نشراتي معينيت لګيا دی، هڅې کوي چې ګرانو هېوادوالو او په مجموع کې ټولې نړۍ ته د افغانستان اسلامي امارت حقيقي انځور وړاندې کړي. اوس مهال باختر اژانس په اوو ژبو (عربي، انګليسي، اردو، روسي، پښتو، دری او ازبيکي) فعاليت لري او هڅه روانه ده چې په نورو سيمه ييزو او نړيوالو ژبو هم فعاليت پيل کړي. همداراز؛ څلور چاپي ورځپاڼې لرو: شريعت، انيس، هيواد او کابل ټايمز. هڅه کوو چې د چاپ لړۍ يې لا پراختيا ومومي او ټولو ولاياتو او د هېواد هر ګوټ ته چاپي ورځپاڼې ورسيږي.
پوښتنه: د نشراتي معينيت اړوند يوازې باختر اژانس په ټولنيزو رسنيو کې منظم فعاليت لري، خو څرنګه چې اوسنۍ زمانه کې اکثره خلک انلاين رسنيو ته مراجعه کوي، نو ايا داسې څه پلان شته چې چاپي ورځپاڼې هم انلاين فعاليت پيل کړي؟
ځواب: هو! هڅه کوو چې زموږ ورځپاڼې او مجلې انلاين فعاليت هم پيل کړي. ان شاء الله؛ ټولې ورځپاڼې به د منظمو سايټونو له لارې انلاين نشرات ولري، تر څو هر ځای ته زموږ غږ ورسيږي. دغه راز؛ د اطلاعات او فرهنګ وزارت رسمي ويب سايټ هم فعال شوی او کوښښ کوو چې خپلو فعاليتونو ته نوره پراختيا هم ورکړو.
پوښتنه: پر رسنيو د څار رياست فعاليت څرنګه ارزوئ، ايا داخلي رسنۍ د اسلامي امارت اصول مراعتوي؟
ځواب: هو! رسنيو سره اکثره ستونزې حل شوې دي او ياد رياست هڅه کوي چې په مسلسله توګه د رسنيو نظارت وکړي. البته؛ موږ له رسنيو يوازې د حقايقو خپرول غواړو، هدف دا نه دی چې پر رسنيو سانسور او محدوديتونه وضع شي. زموږ يوازنی هدف دا دی چې رسنۍ د ديني او ملي اصولو په رڼا کې فعاليت وکړي او موجود حقايق او واقعيتونه په ښه انداز هېوادوالو او نړۍ ته ورسوي. موږ له رسنيو سره همېشه په تماس کې يو، غونډې او مجالس لرو. هيله ده چې راتلونکې کې يو منظم چوکاټ ولرو او ټولې رسنۍ د هغه مطابق خپلو نشراتو ته دوام ورکړي.
پوښتنه: بهرنۍ رسنۍ د افغانستان په اړه ډېر منفي او درواغجن تبليغات کوي، خو مقابل کې د اسلامي امارت تبليغاتي برخه نسبتاً کمزورې ده، ايا دې برخې ته به راتلونکې کې څه توجه وشي؟
واقعيت دا دی چې بهرنۍ رسنۍ همېشه له حقايقو لرې، پروپاګند او تبليغات خپروي. کله چې امريکا او ناټو په نظامي ډګر کې مات او له افغانستان څخه تېښتې ته اړ شول، نو يوازنی مورچل چې دوی تود ساتلی دی، هغه د اسلامي امارت پر وړاندې د دوی رسنيز ډګر دی. اوس د رسنيو له لارې پراخ تبليغات او پروپاګند خپروي، چې هيڅ حقيقت نه لري. دوی هڅه کوي چې د افغانستان اسلامي امارت او د هېواد د روان وضعيت ناسم انځور نړۍ ته وړاندې کړي. سره له دې چې د اسلامي امارت امکانات نسبت هغوی ته، ډېر محدود دي، خو بيا هم موږ هڅه کوو چې د دوی د تبليغاتو په مقابل کې موجود او رښتيني حقايق نړۍ ته ورسوو. دې برخې ته موږ متوجه يو او خپل پوره کوښښ کوو، ان شاء الله!
پوښتنه: شريعت ورځپاڼه چې د اسلامي امارت يوازنۍ رسمي او تأسيس شوې ورځپاڼه ده، فعاليت يې سلمې ګڼې ته ورسېد او کليزه يې پوره شوه، فعاليت يې څرنګه ارزوئ؟
ځواب: شريعت ورځپاڼې په رښتينې معنی خپل اصالت او رسالت ساتلی دی، د خبر رسولو برخه کې يې تر ډېره حده بنيادي او بنسټيزې هڅې کړې دي او رسنيز ډګر کې ښه ځلېدلې ده. هيله ده چې همداسې په اخلاص خپلو نشراتو ته دوام ورکړي. موږ هڅه کوو چې خپلې ورځپاڼې د هېواد ګوټ ګوټ ته ورسوو. شريعت ورځپاڼه چې پيل او تأسيس يې اسلامي امارت کړی، په خورا صداقت، دقت او ايماندارۍ خپلې چارې مخ ته وړي. اميد مو دا دی چې د حقايقو په رسولو کې رغنده رول ولري او آينده کې يې فعاليتونه نور هم معياري او منظم شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *