افغانستان

د افغانستان، چین او پاکستان په درې اړخیزه غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر ګډون

شریعت: ټاکل شوې چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د همدې اوونۍ په پای کې پاکستان ته سفر وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال په یوه ټویټ کې ویلي:‌ په پام کې ده چې د روانې اوونۍ په پای کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي په مشرۍ يو جامع سياسي او تجارتي پلاوی د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد ته ولاړشي.
د افغانستان حکومت غواړي په دې سفر کې د افغانستان او پاکستان پر دوو اړخيزو سياسي-تجارتي اړيکو، سيمه‌ييز ثبات او ټرانزيټ هراړخيزې خبرې وکړي.
د دې ترڅنګ به د هېواد د بهرنيو چارو وزير د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو په شپږمه درې اړخیزه غونډه کې هم ګډون وکړي. په دې سفر کې به د افغانستان او چين د بهرنيو چارو وزيران دوې اړخيزې خبرې هم ولري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *