افغانستان

د افغانستان اسلامي امارت د يوناما ماموریت د غځېدو هرکلى وکړ

اسلامی امارت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما د ماموریت غځول ستایي او هغه د هېواد په ګټه ګڼي.
د افغانستان داسلامی امارت د ویاند په وینا، د ملګروملتونو د استازولۍ فعالیت له نړۍ سره د افغانستان د ډېپلوماتیکو اړیکو د پیاوړتیا لپاره ګټور دی. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنجشنبې ورځې غونډه کې په ۱۵ موافقو رایو سره په افغانستان کې د یوناما ماموریت وغځاوه. په‌دې غونډه کې دوه پریکړه‌لیکونه یعنې، د یوه بل کال لپاره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ د ماموریت غځېدل او د افغانستان په تړاو د یوې واحدې تګلارې په موخه نړۍوالې ټولنې ته د سپارښتنو لپاره د یوې څارنیزې ډلې جوړېدل تصویب شول. په‌دې غونډه کې د امریکا، چین، بریټانیا او ځينو نورو هېوادونو استازو په افغانستان کې د نجونو او ښځو د حقونو پر رعایتېدو ټینګار وکړ او په دغه هېواد کې یې د ثبات پر اهمیت هم څرګندونې وکړې. د متحده عربي اماراتو استازې وايي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت دوام داسې روښانه پیغام لري چې، افغان نجونې او ښځې نه دي هېرې شوې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *