اقتصاد او رغونه

د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره: تېره یوه میاشت کې څه باندې ۴۶۴ زره ټنه سوداګریز توکي صادر او وارد شوي

شریعت: د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې د روان کال د مرغومې میاشتې په بهیر کې،

شریعت: د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې د روان کال د مرغومې میاشتې په بهیر کې، د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې، ۴۶۴ زره ۹۶۹ ټنه انتقالات ترسره شوي دي.
د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي؛ چې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۴۷ زره ۸۸۴ ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۱ زره ۶۸۹ ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۹۵ زره ۳۹۶ ټنه واردات چې ټولټال ۴۴۸ زره ۵۵۷ ټنه نفتي او نور توکي دي؛ هېواد ته وارد شوي او همدا رنګه، په ياده موده کې ۱۶ زره ۴۱۲ ټنه تجارتي مالونه چې زیاته برخه یې وچه مېوه ده او تالک پوډر دي؛ صادر شوي دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې هڅې کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط چمتو او سوداګرو ته اړینې آسانتياوې برابرې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *