افغانستان
د افغانستان بانک:افغانۍ د سارک غړو هېوادونو په منځ کې با ثباته ده
د افغانستان بانک وايي چې د دې بانک استازو د سارک د مالي مرکزي بانکونو د مشرانو په ۴۳ غونډه کې، چې د پاکستان په پلازمېنې اسلامآباد کې جوړه شوې، ګډون وکړ. د افغانستان بانک د څرګندونو له مخې، دغه غونډه د مې پر دویمه جوړه شوې وه. په دې غونډه کې د ملي اقتصاد پر مهمو برخو، مالي شمولیت، سارک ډیتابېس، وړتیا لوړونې، د غړیو هېوادونو تر منځ د اقتصادي څېړنو تر سره کولو او یو شمېر نوور مهمو اړوند موضوعاتو بحث وشو او په پایله کې جوته شوه، چې افغانۍ د اسعارو پر وړاندې د سارک غړو هېوادونو په منځ کې غوره ثبات لرونکی پولي واحد دی او همدارنګه افغانستان د انفلاسیون له باثباته نرخ څخه برخمن دی.