افغانستاناقتصاد او رغونه

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه تر سره شوه

د افغانستان بانک په حضوري او آنلاین ډول د دغه بانک د عالي شورا غونډه جوړه کړه.

د افغانستان بانک په حضوري او آنلاین ډول د دغه بانک د عالي شورا غونډه جوړه کړه.
د دغې غونډې د جوړولو موخه، د اوسنیو شرایطو په پام کې نیولو سره د مناسبو پولي سیاستونو پلي کول او د بانکي سکتور د ټینګښت په اړه خبرې او پرېکړې ویل شوې دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د افغانستان بانک په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې، د افغانستان بانک سرپرست عبدالقاهر (حاجي ادریس) او د افغانستان بانک د عالي شورا نورو غړیو په حضوري او آنلاین ډول ګډون کړی و.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې؛ په دې غونډه کې د افغانستان بانک د اجراآتو د څرنګوالي او د ټاکل شویو پروګرامونو د تحقق ترڅنګ د افغانستان د اقتصادي وضعیت، د پولي سیاست د پلي کېدو د څرنګوالي، د بانکي سکتور د ټینګښت، د مالي نظام د ټیکاو، د اداینو بهیر د ډیجیټل کولو، د خلکو لپاره د بانکي اسانتیاوو رامنځته کولو او ځینو اداري موضوعاتو په اړه بحث شوی او د قانون د احکامو په رڼا کې لازمې پرېکړې شوې دي.
دغه غونډه پرون پیل شوې ده او پرون پای ته ورسید.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان بانک عالي شورا په کال کې څلور غونډې ترسره کوي او د بانک د سیاستونو، کړنو، اجراآتو او لاسته راوړنو په اړه پکې خبرې او همدا رنګه د افغانستان بانک د کړنو او د هېواد د مالي او بانکي نظام د پیاوړتیا لپاره په کې اړینې پرېکړې کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *