افغانستان

د افغانستان د هوايي حریم عواید ډېر شوي

د افغانستان له هوايي حریم هر کال دوه نیم میلیونه امریکايي ډالره عواید ترلاسه کېږي. د ترانسپورټ او هوایي، چلند وزارت ویاند وايي، چې د افغانستان په هوايي حریم له هرې عبوري الوتنې ۷۰۰ امریکايي ډالره اخیستل کېږي او په هرو ۴۰ ساعتونو کې له هوايي حریم شاوخوا ۱۰۰ الوتنې ترسره کېږي. د یاد وزارت
ویاند وايي، چې دغه عواید د هوايي شرکتونو نړیوالې اتحادې سره تر جمع کېدو وروسته افغانستان ته ورکول کېږي. د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي ګاونډیو او د سیمې ټولو هغو هېوادونو ته یې الوتنې جریان لري چې په تېر کې ورته تر سره کېدې. د وزارت د معلوماتو له مخې په کور د ننه‌یې د هوايي الوتنو او ځمکني ترانسپورټ څخه تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې څه د پاسه اووه میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *