تاریخ او جغرافیهلیکنې

د افغانستان له ستوريو، یو ستوری! 

عظمت

  استاذ صدیق الله رښتین د مولوي تاج محمد زوی دی چې په ۱۲۹۸هـ ش کې يې د ننګرهار د غازي اباد په سره کمر کې نړۍ ته سترګې غړولې دي. پلار یې د دین عالم او په مهتمم سره مشهور و. رښتین لومړنۍ زده کړې په خپله کورنۍ کې کړې دي خو د نورو زده کړو لپاره لومړی د ننګرهار د هډې نجم المدارس ته ولاړ، هلته په تعلیم بوخت شو او بیا په ۱۳۱۵ هـ ش د کابل عربي دارالعلوم کې داخل او درې کاله وروسته له منځنۍ دورې څخه فارغ شو. استاذ په پښتو، دري، عربي او اُردو باندې پوهېده.

   رښتين د زده کړو پر مهال اصلاح ورځپاڼه لوستله او له خپرونو سره یې مینه لرله. نو کله چې له عربي درالعلومه فارغ شو، په هماغه کال د پښتو ټولنې غړی شو، چې په ۱۳۲۰ هـ ش د قواعدو د څانګې مدیر وتاکل شو. همداشان نورې ډېرې دندې یې هم په پښتو ټولنه کې ترسره کړې، چې آن دوه ځله د یادې ټولنې رئیس پاتې شو. په پوهنې وزارت کې یې د مشاور دنده پر مخ بوتله او د کابل پوهنتون کې یې د استاذي چاري ترسره کړې. د پکتیا ولایت وړانګه جريده یې تاسیس کړه چې مدیر یې هم و. همداراز د فراه (سیستان) جریده یې تاسیس او د مدیریت چارې یې ترسره کولې. د زيري جریدې مسؤل هم پاتې شوی.

  استاذ د هېواد ورځپاڼې چلوونکی هم پاتې شوی، چې هغې ته یې ښکلا وربښلې وه. او استاذ له رادیو سره هم همکاري کوله او د ځانګړیو پروګرامونو مسؤل و.    دروند استاذ اتحاد جماهیر شوروي، اېران، مصر، هندوستان او پېښور ته سفرونه کړي او یونلیکونه یې هم کښلي دي   نوموړې شعر هم وایه خو ډېر پام یې په هنري نثر کاو. په افغانستان کې لومړنۍ لنډه کیسه هم ده لیکلې او د سفرنامو په لیکلو کې هم (د هند سفر) په لیکلو تر ټولو مخکې دی. د پښتو ادب په زیاترو برخو کې یې ډېر زیار و زحمت ګاللی. د پښتو ژبې لپاره یې د ګرامر یو ښکلی کتاب ليکلی.

  استاذ صدیق الله رښتین په ۱۳۵۲هـ ش کې له رسمي دندو تقاعد شو، چې له هغه وروسته یې بیا کومه حکومتي دنده و نه کړه.

   پوهاند رښتین د ننګرهار له غازي اباده سره راپورته کړ، په زده کړو پسې تر کابله ورسېده چې د تعلیم او تحصیل له برکته یې څو هېوادونو تهس فرونه هم وکړل او پښتو ادب ته یې څه کم سل کتابوه او همداشان لسګونه مقالې ډالۍ کړې، چې د پښتو ادب هر محصل د استاذ د کتابونو لوستلو ته اړتیا لري.

   د پښتو دغه خدمتګار د ۱۳۷۷ هـ ش په لیندۍ (قوس) میاشت کې د پښتونخوا په لېډي رېډنګ روغتون کې وفات شو.

د استاذ یو شعر:

یو سهار شومه روان د باغ په لوري

په اسمان کې ښکارېده لا ښکلي ستوري

باغ ته لاړم یو عجب ښکلی ګلشن و

د ښایسته ښایسته بلبلو نشیمن و

قسم قسم سرودونه د مرغانو

په دې باغ کې چغهار و د توتیانو

نسیم هسې په مزه و، الوتلی

له فرحته واړه باغ و غوړېدلی

د قدرت تابلو رنګینه ښایسته وه

د هر بوټي غېږ کې ایښې ګلدسته وه

لمر راوخوت له مشرق څخه رڼا شوه

هر طرف ته د ژوندیو شور غوغا شوه

سیوري پرېوتل سجدې باندې قبلې ته

په تعظیم او احترام مخ د کعبې ته

زرزري وړانګې د لمر پرې راخپرې شوې

ګرچاپېره د اسمان لمنې سرې شوې

سپينو پرخو چې دا وړانګې ولیدلې

له خوښيه ټولې پورته والوتلې

تازګي د بوټو زیاته له پخوا شوه

د غوټيو خولګۍ وازه په خندا شوه

جوړ په باغ کې لا یو بل رنګه حالت شو

تا به وې پاچا له خوبه را اوچت شو

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close