افغانستان

د افغانستان لپاره د برېتانیې سفیره: افغاني سرې میاشتې سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو

د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص په مشرۍ لوړ پوړي پلاوي افغانستان لپاره د برېتانیې د سفارت سرپرستې نصیره اشرف او د پرمختیایي او سیاسي چارو له مسوول جانتن تام سره دوحه کې افغانستان سره پر بشري مرستو او د بې وزلو افغانانو د لاسنیوي په موخه وکتل.
په دغه کتنه کې مولوي مطیع الحق خالص د برېتانیې د تېرو بشري مرستو مننه وکړه او ویې ویل، چې تېر ۴۰ کلن ناورین افغانان له فزیکي، روحي او اقتصادي پلوه سخت ځپلي، ځکه یې باید لا زیات لاسنیوی وشي او په شویو مرستو اکتفا ونه شي.
مطیع الحق خالص وویل: « افغانان په یوه ناوړه حالت کې دي او تېر ۴۰ کلن ناورین افغانان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي؛ د نورو سختو ناروغیو ترڅنګ په رواني ناروغیو اخته کړي، چې اوس پوره لاسنیوي او درملنې ته اړتیا لري؛ افغاني سرې میاشتې پر خپل لګښت د رواني ناروغانو، د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو او د غُربت له امله نورو ته د لاس نیوونکو وګړو تر یوې کچې لاسنیوی کړی، خو دا چې د یادو ناروغانو شمېر هره ورځ په زیاتېدو دی؛ نو ځکه یې د درملنې او ساتنې لګښت د افغاني سرې میاشتې له وس پورته شوی.»
هغه دغه راز زیاته کړه، چې د افغاني سرې میاشتې د رواني ناروغانو د ساتنې مرکزونه ۴ ولایتونو کې فعال دي او هڅه کوي، چې دغه لړۍ نورو زونونو ته هم وغځوي.
د نوموړي په خبره، د زړه سوري په رنځ د اخته ماشومانو د ثبت او درملنې بهیر په چټکۍ روان دی، چې تر اوسه له افغاني سرې میاشتې سره ۲۴ زره ۷۴۳ ماشومان ثبت شوي، چې په کې د نیمایي درملنه شوې، خو دغه بهیر زیات لګښت ته اړتیا لري، چې د افغاني سرې میاشتې له توانه پورته کار دی.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست په دې برخه کې د برېتانیې په ګډون له نورو نړیوالو بنسټونو وغوښتل، چې کار، حرفوي زده کړو او نور برخو کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې لاسنیوی وکړي.
ورته مهال آغلې نصیره اشرف د باوري ادارې په توګه د افغاني سرې میاشتې د خدمتونو او بې وزلو ته د مرستو رسولو ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې دوی به د افغاني سرې میاشتې تر شا ولاړ وي، خپلې مرستې به جاري ساتي او د افغاني سرې میاشتې په پیل کړو پروژو کې به لازمه همکاري کوي.
نوموړې وویل: « په تېرو کلونو کې موږ د افغانستان له بې وزلو وګړو سره د ملګرو ملتونو له لارې ۳۰۰ میلیونه او د نړیوال فدراسیون له لارې ۶ میلیونه ډالر مرسته کړې او غواړو دغه لړۍ غځېدلې وساتو.»
هغې دغه راز زیاته کړه، چې په بشري مرستو کې له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره همکارۍ او همغږۍ ته لېواله یو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *