اعلامیې

د افغاني سرې مياشتې خبرتیا!

قدرمنو هېوادوالو! په پام کې ده د افغاني سرې مياشتې په مرسته د آلمان د سولې کلي

قدرمنو هېوادوالو!
په پام کې ده د افغاني سرې مياشتې په مرسته د آلمان د سولې کلي د مؤسسې ډاکټران د ماتو هډوکو او په اور سخت سوځېدلو ماشومانو د کتنې او المان هېواد ته د لېږلو په موخه د روان د ۱۴۰۱ لمریز کال د سلواغې د میاشتې له ۲۰مې تر ۲۶مې نیټې پورې کابل ته راشي.
قدرمن ناروغ لرونکي هېوادوال کولای شي د لاندې ځانګړنو لرونکي په اور سوځېدلي او د ماتو شویو هډوکو ماشومان راولي.
۱– د ناروغ عمر باید له یو کال څخه لږ او له ۱۱ کلونو ډېر نه وي.
۲– ناروغ بايد د پاسپورټ په اندازه ۱۰ قطعې رنګه عکسونه ولري.
‏۳– ناروغ باید د تابعیت اصلي پېژندپاڼه (تذکره) له درې رنګه کاپيانو سره ولري.
۴– د ناروغ د پلار او مور د تابعیت پېژندپاڼې له ۳ رنګه کاپيانو سره ولري.
پته: د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر، کابل، ۵مه ناحیه، افشار، سيلو.
د اړیکو شمېرې:
۰۷۲۸۹۰۰۱۸۳
۰۷۲۸۹۰۰۱۱۸
۰۷۲۸۹۰۰۱۶۸
۰۷۲۸۹۰۰۲۱۳

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *