د افغانیو د ارزښت ساتلو په موخه ۱۷ میلیونه ډالر لیلاميږي
شریعت: د افغانستان بانک، د افغانیو د ارزښت د لا پیاوړتیا په موخه، د روان کال د مرغومي په ۲۱مه، (۱۷) میلیونه ډالره
شریعت: د افغانستان بانک، د افغانیو د ارزښت د لا پیاوړتیا په موخه، د روان کال د مرغومي په ۲۱مه، (۱۷) میلیونه ډالره د لیلام په ډول پلوري دغه بانک پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره، په شرايطو برابر له ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غوښتي چې په دغو داوطلبيو کې دې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي یې مکلف کړي چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.
په خبرپاڼه کې دغه راز يادونه شوې ده چې د معاملــو قسمي ترسره کول مجاز نه دى او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.
په روانه اوونۍ دا دویم ځل دی چې د افغانستان بانک د افغانیو د ارزښت د لا پیاوړتیا په خاطر ډالر لیلاموي. دغه بانک (۱۵) میلیونه ډالره وپلورل.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل شهزاده سرای نن په بازار کې د یوه امریکايي ډالر پر وړاندې د (۹۰،۶۰) افغانیو د تبادلې خبر ورکړی دی.