لیکنېمقالی اوتبصرې

د افغانۍ د ثبات دایمي حللارې

افغانستان یو مصرفي هېواد دی مصرفي اتکا یې تر ډېره پر وارداتو ده، زموږ داخلي تولیدات او محصولات په هغه اندازه نه دي چې په کور دننه زموږ اړتیاوو ته ځواب ووایي او یا مو ملي تولید په دې کچه وي چې په دوامداره توګه پرې افغانۍ خپل ارزښت ثابت وساتلی شي.
موږ کوم تولیدي هېواد نه یوو چې د خپلو پیسو ارزښت د ملي تولید له لارې وساتو، زموږ کورني پیداوار د اړتیاو په پرتله ډېر کم دي، اوهمدا علت دی چې په دوامداره توګه زموږ د ملي پیسې ارزښت ثابت نشي پاتې کېدلی، دلته د هر اقتصادي تغیر تر شا یو سیاسي علت او لامل پروت وي، که موږ اوسني وضعیت ته د یوې بېلګې په توګه نظر وکړو، کله چې د امریکا له لوري د اوسني حکومت پر وړاندې په هره اندازه نرمښت ښکاره کیږي، په هماغه اندازه یې په مالي بازرونو کې پر افغانۍ اغېزې هم منعکس کیږي.
د یو هېواد پیسې دوه ډوله ارزښت لري:
کورنی ارزښت:
د پیسو کورنی ارزښت چې حقیقي ارزښت هم ورته وايي، په دې مانا چې د یوه واحد کورنۍ پیسو په مقابل کې موږ څومره اجناس اوخدمات پېرلی یا اخیستلی شو.
بهرنی ارزښت:
د پیسو بهرنی ارزښت په دې مانا چې موږ د یوه کورني واحد پیسو په مقابل کې څومره بهرنۍ پیسې تر لاسه کولی شو، چې دا بیا دتادیاتو د بېلانس پورې اړه لري؛ په تادیاتو بېلانس کې د نورو هېوادونو سره د یو هېواد ټولې اقتصادي راکړې ورکړې ثبت کیږي؛ د پیسوبهرنی ارزښت د سوداګرۍ بېلانس پورې هم اړه لري؛ په دې مانا کله چې د یو هېواد د سوداګرۍ بېلانس کسر وي د پیسو بهرنی ارزښت یې هم ټیټ وي او همدارنګه برعکس…
په افغانستان کې د اسعارو نرخ ټاکنه:
په افغانستان کې د مبادلې د متحول شوي مدیریت سیستم نه کار اخیستل کیږي، ددې سیستم پر اساس اسعارو ته نرخونه د عرضې اوتقاضا له مخې ټاکل کیږي
د دې لپاره چې افغانۍ په دایمي توګه ثبات تر لاسه کړي، زموږ په اند لاندې چارې اړینې دي:
۱: تر هر څه وړاندې د حکومت په کچه سیاسي هڅې ډېرې اړینې دي، څو وکولی شو د یوه رسمي حکومت په توګه د افغانۍ د ثبات لپاره دوامدارې هڅې وکړو.
۲: د افغانستان بانک د ارزي ذخایرو د خلاصون لپاره باید دوامداره هڅې وشي، ځکه له دې ذخایرو پرته د افغانۍ ثبات ناممکنه دی.
۳: د حکومت په کچه د اقتصاد د یوې عالي شورا رامنځته کول څو وکولی شي د یو شمېر مربوطه جهتونو لکه؛ د افغانستان مرکزي بانک،مالیې وزارت، اقتصاد وزارت، تجارت وزارت، صنعت وزارت، اوبو ملي ادارې، برښنا شرکت، او ترانسپورت وزارت سره په ګډه د ملي اقتصاد په کچه یو ملي ستراتیژيک پلان طرح کړي او د تطبیق په موخه یې حکومت ته وړاندې کړي.
۴: د اسعارو د ليلام له لارې دې د اسعارو له بازار سره روايتي تعامل په منظم شکل ادامه پيدا کړي، او د اړتیا له مخې دې د ډالرو د لیلامقدار زیات شي، په دې مانا چې حسب معمول دې د يوه شفاف او غيرې قماري ميکانيزم له مخې هره اونۍ يو مقدار امریکایي ډالر دمرکزي بانک لخوا ليلام شي.
۵: د پیسو په بازارونو کې مداخلې او د اسعارو د قاچاق مخنیوی.
۵: د ارزښت لرونکو پاڼو د نشر زیاتوالی.
۶: د ملي تولیداتو حمایه او انکشاف.
۷: د مناسبو پولي سیاستونو کارول.
۸: د مالي سیستم پراختیا.
۹: د بانکي نظام د پیاوړتیا لپاره دوامداره هڅې.
۱۰: د ازاد بازار عملیات یا Open market operations زیاتول.
۱۱: کاروباري راکړې ورکړې دې په دوامداره توګه په افغانۍ تر سره شي.
۱۲: د ملي اقتصاد دپیاوړتیا لپاره دوامداره هڅې او مناسب پلانونه طرحه کول.

دوست محمد احمدزی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *