افغانستان

د افغان کډوالو د ستونزو څېړلو په موخه یو پلاوي ایران ته سفر وکړ

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت يوه پلاوي په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو څېړلو په موخه دغه هېواد ته سفر وكړ. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي یاد پلاوی د دغه وزارت د کور پلټنې رییس په مشرۍ تللی دی. د سرچینې د معلوماتو له مخې یاد پلاوی په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو او د اتشې د کړنو او فعاليتونو څېړنه کوي. د يادونې ده په ایران کې د افغانستان سفارت د روانې کب مياشتې په ۷مه نېټه د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شو او د بهرنیو چارو وزارت خپل استازی سفارت ته استولی دی. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، دا مهال شاوخوا ۷ میلیون افغانان په بېلابېلو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *