لیکنېمقالی اوتبصرې

د اقتصادي پرمختګ پنځه اساسي نقطې !

د رياست الوزراء د اقتصادي معاونيت د راپور پر اساس؛ سږ کال د حمل مياشتې له لومړۍ نېټې، تر دې دمه د صادراتو کچه کابو ۱۹۰۰ ميليونو ډالرو ته رسېدلې. حال دا چې تېر کال د صادراتو کچه ۸۵۰ ميليونه ډالره وه او تر هغه وړاندې کال د صادراتو کچه ۷۷۶ ميليونه ډالره وه.
د صادراتو په برخه کې دومره زياتوالی واقعاً د ستايلو وړ دی، خصوصاً په داسې حالاتو کې چې ګردې نړۍ بنديزونه هم راباندې لګولي او د تجارت په برخه کې هم له ګڼو ستونزو سره مخ يو. که چېرې د نړيوالو بشردوستانو دغه بنديزونه نه وای، نو حتماً به مو تر دې څو چنده زيات پرمختګ کړی وای.
په هر صورت؛ زموږ هڅه بايد دا وي، چې تر خپله وسه نور هم د خپل اقتصادي پرمختګ پر لور ګامونه واخلو، د صادراتو په کچه کې زياتوالی راولو، د سيمې او ګاونډ له هېوادونو سره د اقتصادي ګټو او مشترکاتو پر اساس قوي اړيکې ولرو او بل خوا داسې طرحه هم جوړه کړو، چې بيا د نړيوالو بنديزونه هم راباندې تأثير ونه کړي او پر کور دننه خودکفا شو.
زموږ د اقتصادي پرمختګ او خودکفايي په برخه کې د صادراتو د زياتوالي په شمول، لاندې پنځه ټکي ډېر مهم رول لري:
۱ – د صادراتو کچې زياتولو ته بايد همداسې دوام ورکړو، له ګاونډيانو سره د اقتصادي ګټو او مشترکاتو پر اساس اړيکې نورې هم قوي کړو او د خپلو صادراتو لپاره بازار موندنه کې شپه ورځ هڅه وکړو.
۲ – د وارداتو برخه بايد نوره هم کنټرول شي، د اولوياتو پر اساس دې هر څه ته اندازه وټاکل شي، اضافي، بې کيفيته او غير ضروري توکي دې بند، محدود او يا هم ماليه پرې زياته شي. تر څو زموږ له هېواد څخه پر غير ضروري توکو پيسې
ونه وځي.
۳ – چې په هر صورت وي، بايد د سيمې او ګاونډ هېوادونه په افغانستان کې پانګونې ته چمتو کړو، ابتدائي مرحله ده، بايد فوق العاده امتيازات او اسانتياوې ورته رامنځ ته کړو. دغه کار موږ ته دوه فايدې لري، يو دا چې اقتصادي ډګر کې به پرمختګ وکړو او بل دا چې ياد هېوادونه به زموږ هېواد کې ښکېل شي، موږ سره به په ښه او بده کې شريک شي، له شره به يې په امن شو او د خپلو ګټو پر اساس به حتماً زموږ خوا نيسي، نو د نړيوالو له ګواښونو، بنديزونو او منزوي کېدو څخه به تر ډېره په امن يو.
۴ – د زراعت برخې ته توجه. تر هر څه لومړی بايد موږ خپله غله ولرو، دومره چې د پرديو له احتياجه مو بالکل خلاص کړي، بلکې هڅه مو بايد دا وي، چې د غلو دانو برخه کې نورې نړۍ ته هم صادرات ولرو، ځکه افغانستان يو زراعتي هېواد دی، که رښتيا خواري وکړو، موږ د زراعت له لارې دومره عوايد تر لاسه کولای شو، لکه عربي هېوادونه يې چې د نفتو له لارې تر لاسه کوي. کله چې زموږ غله خپله وي، نو له پرديو فرمايشونو به خلاص يو او هغوی ته له سوال زاريو به خلاص يو. او حقيقي خپلواکي همدا ده، چې په هره برخه کې د نورو له محتاجي، تجاوز او ضرر څخه په امن يو.
۵ – د زراعت تر څنګ، بايد د برېښنا په برخه کې هم ځان د خودکفايي تر حده ورسوو، ځکه چې له برېښنا پرته صنعتي ډګر کې هيڅ پرمختګ نه شو کولای. همدا اوس د برېښنا د کمښت له امله زموږ په سلګونو کارخونې په ټپه ولاړې دي.
که دغو پورتنيو پنځو نقطو ته نور هم توجه زياته شي، ان شاء الله ډېره لنډه موده کې به په اقتصادي ډګر کې د پام وړ پرمختګ وکړو، اقتصادي ستونزې به مو تر ډېره حل شي او ګڼ شمېر هېوادوالو ته به مو هم د کار روزګار زمينه برابره شي.

سليمان سعيد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close