تاریخ او جغرافیهلیکنې

د الجـزائر مـلاله! 

محمد جاوېد حنیف

لالة فاطمة نسومر پیدا(1246هـ/1830)م کال کې د رحمها الله تعالی د الجزائر هیواد داسې مېرمن ده، لکه زموږ خدای بښلې ملاله میوندۍ، البته د فاطمې د ژوند تفصیلي حالات او جګړو کې فعاله او قائدانه برخه شتون لري. فاطمه د فرانسوي یرغل خلاف د الجزائري ولس د مقاومت سمبول ګڼل کېږي. نوموړې د فرنسویانو پرخلاف یوه جګړه کې د مجاهدینو د (7000) کسیز لښکر قومنده په لاس کې لرله، چې د فرانسویانو له (45000) کسیز لښکر سره یې مقابله کوله. دا مهال د فاطمې عمر ایله (23) کاله وه. پایله کې یې فرانسویانو ته سخته ماتې ورکړه، ویل کېږي دې جګړه کې د فرانسوي پوځ (10) جنرالان وژل شوي وو!

فرانسوي مؤرخ (لوی مسینیون) فاطمې نسومر ته د «د جرجرة جان دارك» لقب ورکړی و.  جان دارک (Jeanne d›Arc)وتلې پخوانۍ فرانسوۍ اتله ده. او جرجرة د الجزائر شمال کې د غرونو لړۍ ده. خو فاطمې دا لقب نه خوښوه، هغې ځان ته (د جرجرة خولة) لقب خوښوه. چې مطلب یې خوله بنت الأزور د مشهور مسلمان مجاهد (ضرار بن الأزور) خور وه. فاطمه په کال 1863م کې په (33) کلنۍ کې وفات سوه. رحمهم الله جمیعاً. ماخذ:  د اسلامي تاريخ زړور سپاهيان.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *