افغانستان
د انرژۍ پر سکتور پانګونه کېږي
د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ مرستیال د ۷۷ ترکي شرکت له استازي سره وکتل
د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ مرستیال ملا عبدالقاهر ادریس په خپل کاري دفتر کې د ۷۷ ترکي شرکت له استازي بوراک اونسال سره وکتل.
دغه وزارت پرون په یوه تویت کې وویل، چې په دې کتنه کې، د انرژۍ په سکتور کې د پانګونې او د انرژۍ د تولید په برخه کې د لا زیاتو همکاریو د پراختیا په هکله بحث او د نظرونو تبادله
وشوه.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ مرستیال د یاد شرکت له استازي سره د همکاري ژمنه وکړه او په دې برخه کې یې د پانګوالو پر جلبولو باندې ټینګار وکړ.