افغانستان

د اوبو او انرژۍ وزارت له ډنمارکۍ موسسې سره تړون لاسلیک کړ

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت او د ډنمارک همکارې موسسې تر منځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د اوبو او برېښنا وزارت وايي، چې د دې وزارت د اوبو مرستیال د (DRC) موسسې له مسوولې سره د اوبو پراختیایي پروژو د تطبیق په هکله د ګډو همکاريو هوکړه لیک لاسلیک کړ. د اوبو او برېښنا وزارت مرستیال د یاد هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال ویلي، چې افغانستان د اوبو د مدیریت په برخه کې د ملي او نړیوالو موسسو ګډې همکارۍ ته اړتیا لري او د دې ډول ګدو همکاریو هرکلی کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *