افغانستاناقتصاد او رغونه
د اوسپنې پټلۍ عواید ۲۲ سلنه لوړ شوي دي
د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست وايي چې د وړم کال په پرتله یې تېر کال ۲۲ سلنه او د مالیې وزارت ورکړل شوي هدف په پرتله یې ۲۷.۵ سلنه عواید لوړ شوي دي. د یادې ادارې د سرپرست په خبره، تېر کال یې ۳.۱ میلیارده افغانۍ او وړم کال یې ۲.۶ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي وو. د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولین وايي، په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې د هېواد د درېیو بندرونو له لارې نږدې ۴،۵ مټریک ټنه توکي وارد او صادر شوي چې له درکه یې څه باندې ۳ میلیارد افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.