ټولنه اوکلتورلیکنې

د اولاد روزنې ۱۲۹ مشورې

۲۸:- كه اولاد دې په كوم ځای كې زړورتيا وښودله، نو ستاينه يې وكړه، جائزه ور كړه او زړورتيا ورته وښيه چې يو ښه او ضروري كار كول دي.

۲۸:- كه اولاد دې په كوم ځای كې زړورتيا وښودله، نو ستاينه يې وكړه، جائزه ور كړه او زړورتيا ورته وښيه چې يو ښه او ضروري كار كول دي.
۲۹:- سختې مه ورسره كوه، خدای مكړه په وېره، دروغو او بې زړه توب يې اخته كړې.
۳۰:- له عاجزۍ، نرمۍ سره او له كبره ځان ساتلو مينه ور پيدا كړه.
۳۱: په دې يې وپوهوه چې خلك په تقوا او نېكو كارونو يو پر بل غوره او ښه كېدای شي، په پلرگنۍ، وړتيا او مال نشي غوره كېدلای.
۳۲:- اولاد پوه كړه چې د ظلم انجام ډېر كركجن دی، بېلارۍ بېرته خپله پر سړي را گرځي او خيانت سړی د بربادۍ لور ته بيايي.
۳۳:- اولاد ته د هغو شيانو تر منځ توپير وښيه چې هغه يې يو له بله نه سره پېژني؛ لكه: د مېړانې او بېباكۍ، د حيادارۍ او شرم، عاجزۍ او سپكتيا، پوهې او دوكې تر منځ توپيرونه.
۳۴:- اولاد پر سخا عادت كړه چې په خپل كور كې سخي و اوسي او خپل خير له نورو ونه سپموي.
۳۵:- هيڅ وخت او خاصتاً له اولاد سره وعده خلافي مه كوه، په دې سره د هغه په طبيعت كې د تعهد او ژمنتيا ښه والی نقش كېږي.
چلند او ادبونه:
۳۶:- پر زوی سلام واچوه.
۳۷:- د اولادونو تر مخ په ځان لوڅولو کې بې پروايي مه کوه.
۳۸:- له گاونډيانو سره ښه چلند كوه.
۳۹:- اولاد ته د گاونډي حقونه ور زده كړه او د هغه د ځورولو خطر ته يې متوجې كړه.
۴۰:- د مور او پلار فرمانبرداره اوسه، له خپلوانو سره خپلوي پاله او خپل اولادونه پكې درسره كړه.
۴۱:- اولادونه په دې پوه كړه چې خلك له پاكو او هغو ماشومانو سره مينه كوي چې نور نه ځوروي.
۴۲:- اولاد ته په ليك كې اداب، نصيحتونه او لارښوونې وليكه.
۴۳:- اولادونو ته دا ور په گوته كړه چې ځينې چلند پست او سپك وي او علتونه يې ورته وښيه.
۴۴:- له خپلو اولادونو سره كېنه او هر وار له نبوي ادابو يو يې ووايه، بيا پوښتنه ترې وكړه چې دوی څه گټه ترې واخيسته او كولای شې چې اولاد يې وايي او ته ورته غوږ يې.
۴۵:- اولاد ته په پټه نصيحت كوه، د نورو په مخ كې يې مه ترټه.
۴۶:- تر خپله وسه يې ډېر مه ملامتوه.
۴۷:- د ورتلو پر وخت له اولاد څخه اجازه وغواړه، دا ډېره ښه طريقه ده چې هغه د اجازې غوښتل زده كړي.
۴۸:- له اولاد څخه دا تمه مه لره چې ته څه غواړې په هغه دې په اول وار لا هغه وپوهېږي﴿ژ: خپل کوروالو ته د لمانځه ووايه او پرې صبر وکړه﴾.
۴۹:- له خوراك مخكې په لوړ غږ (چې اولاد يې اوري) د بسم الله شريفې او همداسې وروسته ترې الحمدلله ويل مه هېروه.
۵۰:- د اولاد په ځيني غلطيو ځان ناگاره مه اچوه او خپله سينه د اولاد د تېروتنو د ساتلو ذخېره مه گرځوه.
۵۱:- كه در څخه تېروتنه وشوه (ويې منه او) اولاد ته عذر پېښ كړه.
۵۲:- اولاد و هڅوه چې امتيازي شخص وي او ورته ووايه چې گوره ! ته يو امتيازي بچی يې او ځان امتيازي جوړولای شې.
۵۳:- په اولاد کې يو نه يو (ښه) خاصيت پيدا كړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *