مقالی اوتبصرې

د اوکـراين اتلان او د افغانستان ترهـګر!! / س. سعيد غلجی

د ځان دفاع د هر ژوندي مخلوق طبيعي حق دی، آن چې د مچۍ ځاله باندې هم يرغل وشي، هغه حتماً سخت عکس العمل ښايي.
همدا وجه ده چې د نړۍ په تاريخ کې هر ځای چې يرغل شوی، حتماً يو مقاومت شوی او ځايي اوسېدونکي يې پر وړاندې راپورته شوي. دا خو معقوله نه ده چې يو څوک دې پر نورو د تعرض او يرغل حق ولري، خو دوهم جانب دې د دفاع حق ونه لري؟!
د نړۍ ټول ازاد هېوادونه د خپلې ازادۍ ورځې لمانځې او هغه جنګيالي ستايي چې د بهرنيو يرغلګرو خلاف يې د خپل هېواد دفاع کړې، چې څومره زياتې قربانۍ يې ورکړې وي، هغومره زيات ستايل کيږي او ان د اتلانو القاب ورکول کيږي. د هغوی په نوم علمي، اجتماعي او فرهنګي مراکز جوړيږي، سيمې، واټونه او څلورلارې يې پر نوم نومول کيږي او ان ورځې يې لمانځل کيږي.
د ټولو هېوادونو د تاريخ عمده برخه همدا ده، چې فلاني له وطن سره خيانت کړی او فلاني د وطن دفاع کړې، ځينې ملي خاينين بلل کيږي او ځينې ملي اتلان.
موږ ولې احمد شاه بابا، ميرویس نيکه، وزير اکبر خان، امان الله خان او بيا تر هغه راوروسته د شوروي پر خلاف مبارزين او مجاهدين ستايو؟ او ولې شاشجاع، کمونستان او د صليبي يرغل نوکران غندو؟ همدغه شان، هر څوک خپل اتلان او خاينان لري.
په اوکراين کې د روسيې پر خلاف جنګېدونکي ځوانان د اوکراينيانو اتلان دي، خو دا چې اوس يې ګرده غربي نړۍ هم اتلان بولي او خپله ټوله تبليغاتي دستګاه يې د اوکرايني اتلانو د ستاينې لپاره وقف کړې، وجه يې دا ده چې غربيان له روسيې سره رقابت لري او د هغوی له ضده د اوکراين ملاتړ کوي، کنه اوکراينيان يې هم د مور زامن نه دي.
خو بل پلو چې همدغو غربي رسنيو به په افغانستان کې د يرغلګرو خلاف جنګېدونکو ځوانانو ته ترهګر او تروريستان ويل او اوس هم لګيا دي کرۍ ورځ د اسلامي امارت پر خلاف زهرجن او درواغجن تبليغات کوي، وجه يې دا وه چې دلته يرغلګر خپله همدوی وو، نو طبعاً د ځان پر خلاف خو څوک د بل چا ملاتړ نه کوي.
کنه موضوع خو يو شان ده، اوکراينيان هم د خپل هېواد د دفاع او د يرغلګرو شړلو لپاره جنګيږي او افغانان هم د خپل هېواد د ازادي او د يرغلګرو د شړلو په موخه جنګېدل. موږ به که د يرغلګرو د ټانګ الوځولو لپاره کوم وړوکی پلچک يا يو دوه متره سړک والوځولو، موږ ته به يې ورانوونکي ويل، خو چې په اوکريانيانو د روسي يرغلګرو د مخنيوي لپاره خپل تر ټولو لوی پل والوځولو، هغه د وطن دفاع او تدبير وبلل شو.
نو خلاصه دا شوه، چې د هر هېواد اتلان او خاينان فقط د هغوی لپاره اتلان او خاينان دي، کنه همدغه اتلان د نورو هېوادونو په نزد ترهګر او تروریستان دي او همدغه خاينان د نورو هېوادونو په نزد محترم او معزز دوستان دي.
دا چې اوس زموږ هيوادوال له غربي نړۍ څخه ګيلمن دي، چې ولې اوکراينيان اتلان ګڼي او موږ ته يې ترهګر ويل، دا زموږ خپله ساده ګي ده، ځکه چې د جګړې په جريان کې له خپل دښمن څخه د خپل صفت اورېدل هيڅ عقل نه مني، زموږ توقع کاملاً غلطه ده.
موږ چې کله د شورويانو پر خلاف جنګېدو، هغه مهال همدغو غربي رسنيو زموږ ښه ملاتړ کاوه او هم یې اتلان بللو، ځکه زموږ جګړه د داسې چا پر خلاف وه، چې غربيانو هم ورسره دښمني درلوده. نو همدغه شان اوس اوکراين هم له هماغو روسانو سره جنګيږي، چې غرب هم ورسره دښمني لري، له همدې امله يې ملاتړ او ستاينه کوي.
بالمقابل د غربي ښکېلاک پر خلاف مو چې کومه جګړه وکړه، نو شرقي بلاک مو ستاينه کوي او دا دی چين، روس او ايران همېشه غربيانو ته په افغانستان کې د ماتې پېغورونه ورکوي.
خو حقيقت دا دی چې هر هېواد د خپلو اتلانو او خاينانو د پېژندلو لپاره خپل ځانګړي ديني او ملي معيارونه لري او هماغه يې واقعي تله ده، څوک چې د خپل هېواد د معيار او تعريف مطابق اتل وي، هغه اتل دی او څوک چې د خپل هېواد د معيار او تعريف مطابق خاين وي، هغه خاين دی. د نړيوالو په خوله څوک نه اتل کيږي او نه خاين کيږي، ځکه هغوی ته خپلې ګټې مهمې دي، ښايي ځينې مبارزين اتلان وګڼي او ځينې تروریستان، هغوی د خپلو ګټو پر اساس اتلان او خاينان ټاکي. نو د هغوی نظريات پرېږدئ، خپل تاريخ په خپله وليکئ!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *