سرمقالې

د ایران وروستۍ پېښې  او څو درسونه!

څرنګه چې ایران زموږ ګاونډی هېواد او موږ سره ډېرې تاریخي، کلتوري، مذهبي، اقتصادي او داسې نورې ډېرې  اړیکې لري، ځکه خو حتمی ده چې یو پر بل به خامخا  اغېزلرو او څه ګټه یازیان به یې را رسیږي. خو په موجوده حالاتو کې یې اغېز له دې لامله هم زیات دی چې د ایران او سنی واکمن نظام چې هر څنګه وي خو څلور څلوېښت کاله مخکې لا چې د مذهبي قیادت له لوري د اسلامي شعار پرمټ منځ ته راغلی او د پام وړ پر مختګ یې کړی، لاهم پر هېواد واکمن دی. مطلب د اخوندانو هماغه ایکي یوه ډله حکومت کوي اود اختلاف او ګډوډۍ پوره مخه یې نیولې ده. دا چې زموږ هېواد تازه له بهرني اشغاله را خلاص شوی او دا وخت افغانان فقط د ځان جوړونې او بسیاینې په  غم کې دي، نو هیڅکله معقوله نه ده چې د نورو په کورنیو چاروکې مداخله او یا څوک دا ګمان وکړي. البته زموږ لپاره هرومرو دا لازمه ده چې هلته له روانو حالاتو درس وعبرت واخلو او غور پرې وکړو. مثلاً پردې فکر وکړو چې څرنګه د یوې ښځې په وژل کېدو سره د ناپایه شخړو لړۍ پیل او د نورو سل ګونو کسانو مرګ ژوبلې ته خبره ولاړه؟ نړیوالو د یوې ښځې مرګ ځکه جدي وګاڼه چې وایي د ملایانو تر واکمنۍ لاندې امربالمعروف ادارې په لاس د بې حجابۍ په ګناه نیولې، وهلې او وژل شوې ده، چې همدغه اشتراک او مشابهت یې ښایي یو وخت پر موږ هم قیاس کړی شي او لکه چې وایي د خلي اور خرمن ته رسیږي اوله یوه قتله د سل ګونو او زرګونو مرګ ژوبلې ته لارې جوړیږي، همدغسې دلته هم ورته پېښې منځ ته رانه شي. خو په همدې ترڅ کې دلته یوه پوښتنه ضرور مطرح کېدی شي، په دې ډول چې څرنګه په یو سل میلیوني هېواد کې د یوې ښځې مرګ دومره لویه انګازه خپره او تردې کچې اخ وډب اغتشاش او ګډوډي يې منځ ته راوړه؟ واقعیت دادی چې که پردغه موضوع لږ فکر وغور هم وشي، نو معلومیږي چې هلته روانې مظاهرې او لروبرنارې سورې پرته له شکه مصنوعي او د بهرنیو تبلیغاتو پرمټ څرخي. له بده مرغه موږ ولیدل چې د ایرانیانو په څېرلوستي او مثقف خلک هم د  غربي  تبیلغاتو او ناروا پروپاګند تر اغیز لاندې راغلل او لګیا دي د خپل مستحکم هېواد ثبات او ټیکاو له منځه وړي او د بدمرغیو دروازې پرانیږي! دا خورا د افسوس خبره ده چې د ایران سیاست وال او عام ولس لاهم د هغو لویدیځوالو په دروغجن پروپاګند ځان  غولوي چې همدغو څو وروستیو کلونو کې یې د ازادۍ او له ظلم و دیکتاتورۍ نه د خلاصون په غوړو لاپو او د مرستو. ملګرتیا په وعدو دافغانستان، عراق، سوریې، لیبیا او داسې نورو ملتونه له څه ډول برخلیک سره مخ کړل. په هر صورت اوس زموږ لپاره دا مهمه ده چې د ایران له روان وضعیت نه پندواخلو او په دې مو سرخلاص کړو چې د پرنګي په تبلیغاتی ماشین کې څومره زور او ترڅه اندازې جادوګري اغېز پروت دی! ښه فکر وکړئ ایا تاسې ته ډېره بعیده ښکاري چې خدای «ج» دې نه کړي یو وخت به همدغه افغانان هم د اغیارو ډول ته همدغسې ګډیږي؟ حال دا چې خپله مو هم همدغه حالت په خپلو سترګو لیدلی او هر فردته مو معلومه ده چې زموږ څومره منورین، مفکرین، استادان او پروفیسوران کله د کمونیزم او کله د غربي دیموکراسۍ په شعارونو دوکه شوي،  استعمال شوي او بالآخره بې عزته لیرې غورځول شوي دي. په دې اساس موږ او د اسلامي نړۍ ګردو ملتونوته لازمه ده چې باید ویښ او بیدار اوسي او په هر ممکن صورت او وسیله هڅه وکړي چې هم د پردیو مداخلو مخه ونیسي او هم اغیاروته داسې کومه پلمه په لاس ور نه کړي چې هغوی یې د عوامو پارولو او لمسولو کې وکاروي. البته په دې برخه کې ترټولو زیات مسوولیت او مکلفیت د حاکمانو دی چې خامخا به د خپلو خلکو سر ورخلاصوي او د بهرنیو دسیسو له خطرناکو پایلو به یې خبر وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *