افغانستان
د ایران ځانګړی استازی: ملګري ملتونه باید د افغانستان په مسئله کې خپلواک وي
افغانستان لپاره د ایران ولسمشر ځانګړي استازي سفیر حسن کاظمي قمي ویلي، ملګري ملتونه باید د افغانستان په مسئله کې خپلواک وي.
قمي تېره ورځ د افغانستان په اړه د دوحې ناستې په څنډه کې له انتونيو ګوترېش سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې یاد سازمان باید د افغانستان په مسئله کې د خپلو پرېکړو او پلانونو په برخه کې خپلواک وي. په کابل کې د ایران سفارت پر ټوېټرپاڼه لیکلي چې کاظمي په دې لیدنه کې ویلي، د افغانستان مسئله یوازې د ملګرو ملتونو او د سیمې هېوادونو په ملاتړ حل کېدای شي.