بېلابېلې لیکنې

د باطل پيژندنې ضرورت! حسان مجاهد

څومره چې په دين کې حق پيژندنه مهم او اساسي کار بلل شوی دی، دا شان باطل پيژندنه يعني دباطلو ادیانو،

څومره چې په دين کې حق پيژندنه مهم او اساسي کار بلل شوی دی، دا شان باطل پيژندنه يعني دباطلو ادیانو، نظریاتو او منحرفو ډلو پيژنده هم اساسي کار او دمسلمان داعي سپيڅلې دنده بلل شوې ده؛ ځکه تر څو چې مسلمانانو دخپلو دښمنانو نظريات، عقائد او موخې نه وي پيژندلې؛ په وړاندې يې نه مناسب دريځ نیولای شي او نه ورسره مناسب تعامل کولای شي.

که په عموم کې داسلام مفاهيمو ته وکتل شي؛ نو محوري ټکي په کې دوه ښکاري؛ لومړی دعقائدو، عباداتو، معاملاتو او دژوند په نورو انفرادي، اجتماعي او سياسي برخو کې دخیر پيژندنه او دوهم ټکی په دې ټولو مجالاتو کې دشر پيژندنه، تر څو دخير دعملي کولو ترڅنګ له شر څخه لومړی ځان او بيا نور وګړي وژغورل شي او په خلاف يې مبارزه وشي.

قرآنکريم لکه څنګه چې مسلمانانو ته د(ولاء) يعني له اسلام او مسلمانانو سره ددوستۍ عقیدې تعليم ورکوي، داشان ورته د(براء)يعني له کفر او کفارو څخه دبیزارۍ عقيدې لارښوونه هم کوي.

دقرآنکريم نيمه برخه په ايمانياتو راڅرخي خو پاتې نوره نيمه برخه يې بیا دباطل او ګمراهيو په بیان راڅرخي.

په قرآنکريم کې لکه څنګه چې ايمان او دايمان تقاضاوي ذکر شوې دي؛ دارنګه ورسره په څنګ کې کفر، نفاق، دکفارو شبهې او داسلام په خلاف پټي دسیسې هم يادي شوې دي.

الله تعالی رسول الله ﷺ ته هم، دخپلي زماني ديهودو، نصاراوو، مجوسو، مشرکينو، منافقينو او صائبینو ذکر کړی دی او هم يې ورته دتيرو پيغمبرانو لکه دلوط، نوح او موسی (عليهم السلام) د ګمرا قومونو کيسې کړي دي.

ویل کیږي «اعرف الشر لتوقيه، من لم يعرف الشر يقع فيه»ژباړه: شر مي ددې لپاره وپېژندل چې پکې راګير نه شم؛ ځکه څوک چې شرو نه پیژني؛ هغه په شر کې راګيريږي.

امام غزالي رح چې فلسفه ماته کړه، دیني علم يې ژوندی کړ او دفلاسفوو بې اتفاقۍ يې وښوده دا ټول له هغه وروسته چې لومړی يې فلسفه وویله. داشان امام ابن تيميه رح په اهل باطلو او منحرفو ډلو هغه مهال ردونه وکړل چې ددوي عقايد يې ټول په دقيقه توګه مطالعه او وويل  حتی چې یهودیت او مسیحیت يې هم وویل له دې امله دی يوازې په شرعياتو کې نه بلکې په عقلياتو کې هم امام و.

پايله!!!

نن ورځ چې کومو باطلو ادیانو او افکارو سر راپورته کړی دی او په تدریجي توګه په مسلمانانو کې ورځ تر بلې خپريږي او پلويان يې هم په زياتيدو دي؛ ستر لامل يې دباطل نه پیژندنه ده. باطل هیڅ کله په ښکاره بڼه نه پرمخ تللی او نه را څرګند شوی دی، باطل ټول وخت په اسلامي ټولنو کې دحق تر چيغه لاندې او دحق په جامه کې منګولې لګولې دي.

نن ورځ دپراخو وسائلو لکه مجلې، ويب پاڼې، سريالونه، ډرامې او نورو خپرونو له لارې مختلفو باطلو ادیانو او افکارو ته دعوت روان دی او شپه ورځ د فکرونو د تخریب، د مسلمانانو دګمراهۍ او داسلامي امت د انحطاط په هڅه کې دي.نو موږ مسلمانان دې ته اړتيا لرو چې ټول معاصر باطل ادیان، معاصر جاهليت، نظريات، افکار، او ګمرا او منحرفې ډلې په دقيقه توګه وپیژنو، ويې څيړو،سرچينې يې څرګندې کړو، موخې يې معلومي کړو، وسائل يې درک کړو، دمخنيوي او شنډولو هڅه يې وکړو او مسلمان ملتونه يې په خطر باندې له سره تر پايه خبر کړو، ترې ويې ژغورو او په خلاف يې را وپاروو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *