افغانستان

د بامیانو عدليې ریاست روان کال څه باندې ۴ زره حقوقي دوسیو او عریضو ته رسېدنه کړې

د بامیانو دعدليې ریاست مسوولین وایي، چې د روان کال په لړ کې یې ۴ زره ۱۲۰ حقوقي دوسیو او عریضو ته رسېدنه کړې ده.
د دغه ریاست مالي او اداري مدیر برهان الدین رباني باختر آژانس ته وویل، چې روان کال په لړ کې دغه ریاست ته ۳ زره ۵۱۸ حقوقي عریضو او ۶۰۲ حقوقي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
رباني زیاته کړه، چې په دغه موده کې یې د ۹ معاملاتو لارښوونې دفترونو جوازونه وېشلي او دغه راز ۵۹ عریضه لیکونکو جوازونه تمدید او نوي شوي دي.
نوموړي وویل، چې روان کال یې ۱۴ میلیونه ۳۳۸ زره او ۸۶۵ افغانۍ عواید هم راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *