افغانستانروغتیا

د بامیانو ولایتي روغتون داکسیجن له توليدي دستګاه برخمن شو

د بامیانو د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې د آقا خان بنسټ په مالي ملاتړ د ۱۷۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د اکسيجن د تولید دستګاه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د بامیانو والي مولوي عبدالله سرحدي د یادې دستګاه په پرانیستلو خوښي وښوده او د آقا خان بنسټ څخه یې د مننې ترڅنګ وویل، چې د دغه دستګاه په نصبولو سره به د تنفسي ناروغیو لرونکو کسانو ستونزې راکمې شي.
ورته مهال ددغه ولایت د ولایتي روغتون رییس ډاکتر عبدي محمد عبدي وویل، چې دغه دستګاه د آقا خان بنسټ له لوري د ۱۷۰ امریکايي ډالرو په ارزښت پرانیستل شوه، چې د ۹۵ سلنه پاک اکسجن په لرلو ساعت کې ۱۶ زره ۱۰۰ لېټره اکسجن تولیدولو وړتیا لري. عبدي زیاته کړه، چې له دې وروسته به په یاد روغتون سربېره د نورو روغتیايي مرکزونو د اکسيجن اړتیاوې هم په وړیا توګه تامین شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *