افغانستان

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس: د حکیم ناصر خسرو تاریخي ابده رغولو ته جدي اړتیا لري

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مرکزي کارکوونکو او د ولايتي مسوولينو په ګډون يو ټيم د بدخشان ولايت يمګان ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې د ناصر خسرو له تاريخي آبداتو څخه لیدنه وکړه. د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي چې په دې سفر کې یې د ټیم مشري وویل چې د حکیم ناصر خسرو تاریخي ابدې ۹۶۳ کاله لرغونتیا لري، چې بیا رغولو ته جدي اړتیا لري.
نوموړي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له مسوولینو څخه وغوښتل چې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د تاریخي آبداتو ساتنې په موخه یوه پوځي قطعې جوړه او تاریخي آبدې بیا ورغوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *