بېلابېلې لیکنې

د بدګمانۍ اسباب

بدګماني هغه بد عمل دی چي د انسانانو تر مينځ د ډېرو ستونزو سبب او لامل جوړيږي او د ډېرو انسانانو

مظهري
بدګماني هغه بد عمل دی چي د انسانانو تر مينځ د ډېرو ستونزو سبب او لامل جوړيږي او د ډېرو انسانانو پر انفرادي او اجتماعي ژوند باندي منفي اغيزه لري.
ددې ترڅنګ چي بدګماني لويه ګناه ده لوی بشري جرم هم دی ځکه د بدګمانۍ تاوان هم بدګمانه انسان ته او مقابل لوري ته رسيږي.
ددې لپاره چي موږ ځانونه د بدګمانۍ څخه وساتو بايد د بدګمانۍ اسباب وپيژنو چي په لاندي ډول يې يادولای سو:
1 – ناپوهي:
ناپوهي هغه شی دی چي په سبب يې يو شخص پر بل شخص باندي بدګمانه کيږي ځکه د ناپوهۍ له امله انسان ته حقيقت نه معلوميږي، د شريعت د احکامو په حکم او حکمت نه يې خبر او د بل انسان په وړاندي خپل مسئوليت نه پيژني نو ارومرو پر نورو انسانانو باندي بې له کوم دليله بدګمانه کیږي.
2 – بد قصد:
ځيني خلګ په هرڅه پوهيږي خو د ناوړه قصد درلودلو له کبله پر يوه پاک انسان باندي بدګمانه کيږي ځکه دی غواړي هغه شخص بدنام کړي او ددې لاري څخه خپل ناوړه هدف ته ورسيږي، که څه هم ممکن دا بدګماني شعوري وي او يو ډول تظاهر وي خو په دې خاطر چي دداسي هدف تعقيبول انسان په تعصب اخته کوي او د انسان عقل له مينځه وړي نو ځکه دغه انسان په داسي منفي ګرايي باندي
روږدی وي چي هرڅه ته د شک او ترديد په سترګه ګوري او پر ډېرو پاکو انسانانو يې ګمان بد وي لکه يهود چي د حقائقو پيژندني سره سره پر مسلمانانو باندي بدګمانه وه.
3 – د نفس متابعت:
ځيني وختونه د نفس متابعت ددې سبب جوړيږي چي انسان دي پر بل انسان بدګمانه شي ځکه نفس د انسان په بدن کې د شيطان جاسوس دی او ټولو شيطاني دسيسو ته لاره آواروي چي يو يې بدګماني ده.
امام غزالي رحمه الله فرمايي: ته بايد پر مسلمان باندي دده د مسلمانۍ په خاطر بدګماني ونکړې که دي پدې خاطر پر يوه مسلمان بدګماني کوله چي يو ناوړه عمل دي د بل چا څخه ليدلی و نو يقينا ته د جنايت او ګناه مرتکب سوې.
که تاريخ ته وګورو صحابه رضي الله عنهم چي کله د مسلمانانو ښارونو ته داخلېدل پر هيچا يې دا ګمان نه کولو چي دده مال به حرام وي سره ددې چي ددوی په وخت کې حرامو مالونو هم شتون درلود او د هر چا په مال کې د حرام احتمال وو.
4 – د فاسقانو او بدو خلکو ملګرتيا:
ابو حاتم بستي رحمه الله فرمايي: د بدو خلګو ملګرتيا انسان ته پر ښو خلکو بدګماني پيدا کوي او چا چي د بدو خلکو سره ملګرتيا وکړه ارومرو يې په ټولي کې داخليږي، نو پر هوښيار سړي دا لازمه ده چي د شک لرونکو خلکو څخه ځان وساتي تر څو شکمن ورڅخه جوړ نشي
5 – د تهمت ځای ته ورتلل:
بل سبب د بدګمانۍ دادی چي څوک د بدګمانۍ ځای ته ورځي، پدې صورت کې ارومرو خلک پر ده باندي بدګمانه کيږي، حضرت عمر رضي الله عنه فرمايي: من أقام نفسه مقام التهم فلا يلومنَّ من أساء به الظنَّ.[الأربعين الطائية] ژباړ: څوک چي ځای ته د تهمت ولاړ سي نو هغه څوک دي نه ملامتوي چي پر ده باندي بدګمانه کيږي.

6 – حسد او کينه:
ځيني وختونه حسد او کينه د بدګمانۍ سبب جوړيږي ځکه د هر انسان سره چي د بل انسان په اړه حسد پيدا شي نو په وړاندي يې هيڅ مثبت فکر نه کوي بلکې تل يې په اړه منفي فکرونه کوي او تل ورباندي بدګمانه وي.
7 – په انساني غيرت کي اسراف:
ځيني خلک داسي طبيعت لري چي په انساني غيرت کي ډېر اسراف ورڅخه کيږي؛ په دي معنی سره چي په غيرت کي تر حد اضافه تېری ورڅخه کيږي د بېلګي په ډول د خپلي ښځې په اړه په حجاب کي ډېر توغل کوي او د هغې هر حرکت ته د بې حجابۍ په سترګه ګوري، يا په عموم کي د ښځې لپاره په بند او محدود ژوند باور لري نو ځکه دده د فکر خلاف هري کړني ته يې د شک په سترګه ګوري او يا هم د نورو انسانانو په ژوند کې دخالت کوي او په خپل فکر د ژوند محدوديت ورته ټاکي چي په مخالفت کولو سره يې دستي بدګماني ورته پيدا
کيږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *