افغانستان

د برتانیی شارژدافیر: موږ باید له نړۍ سره د نوي افغان حکومت پر تعامل بحث وکړو

شریعت: پرون د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره د افغانستان لپاره د برتانيی شارژدافیر هيوګو شارتر او مل پلاوي وکتل.

شریعت: پرون د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره د افغانستان لپاره د برتانيی شارژدافیر هيوګو شارتر او مل پلاوي وکتل.

په دغه کتنه کې ښاغلي شارتر کابل ته په راتګ خوښي څرګنده کړه او له نوي حکومت سره یې د رڼو خبرو په ترڅ کې د تعامل او پرمختګ هیلمندي وښودله.

ښاغلی شارتر زیاته کړه چې برتانيه یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په نړیوالي ټولنې کې له افغانستان سره د تعامل ملاتړې ده او په همدې موخه یې په تیر یوه کال کي شاوخوا ٦٠٠ میلیونه ډالره مرسته کړې.

ښاغلي شارژدافیر وویل چي په هغو مواردو بايد خبرې ولرو چې څه ډول نوی افغان حکومت له نړۍ سره خپلی اړيکې نورمال کولای شي.

د بهرنیو چارو وزیر د برېتانیې د بشري مرستو او همکاریو د مننې تر څنګ ښاغلي شارتر ته په سیاسي، اقتصادي، امنیتي، اداري او نورو برخو کې د نوي افغان حکومت لاسته راونې بیان کړې.

متقي صاحب وویل؛ د نوي حکومت په راتګ سره پر مثبتو پرمختګونو باید سترګې پټې نشي، هغه د امنيت ټنګښت، مخدره توکو د کښت مخنیوی او اداري فساد لمنځه وړل د حکومت ستره لاسته راوړنه یاده کړه چې افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره لویې ننګونې وې.

د بهرنيو چارو وزير ټنګار وکړ چې مثبت کارونه بايد وستايل شي او همکاري ورسره وشي ولې تير تاريخ ثابته کړې چې فشارونه په افغانستان کې هيڅ مثبته نتيجه نه ورکوي او نه هم د هغو ګامونو لامل کيږې چې نړيوال يې غوښتنه لري.

د ناستې پای کي هوکړه وشوه چې د ګډو هڅو پایله کې هغه موارد او کرښې مشخصې شي چې د نړۍ او افغانستان تعامل سره عادي کولی شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *