افغانستان

د بریتانیا شهزاده: افغانستان کې د پوځي ماموریت پر مهال مې ۲۵ کسان وژلي دي

د بریتانیا شهزاده هري په ډاګه کړې چې په افغانستان کې د پوځي ماموریت پر مهال یې د اپاچي هیلي کوپتر د پیلوټ په توګه ۲۵

د بریتانیا شهزاده هري په ډاګه کړې چې په افغانستان کې د پوځي ماموریت پر مهال یې د اپاچي هیلي کوپتر د پیلوټ په توګه ۲۵ تنه وژلي دي. ‏شاهزاده هري دا موضوع خپله د خپلو خاطرو په کتاب کې رسوا کړې ده. نوموړي ويلي، چې افغانستان ته یې شپږ ځله د پيلوټ په توګه الوتنې کړي او دغه الوتنې ېې د ډېرو انسانانو د وژلو سبب شوي دي. شهزاده هري په عین حال کې زياتوي، چې په خپلو دغو کړنو نه ویاړي او نه پیښمانه دی. د ده په وينا، د سختې جګړې پر مهال یې ۲۵ تنه وژلي انسانان نه ګڼل، بلکې د شطرنج دانو په سترګه یې ورته کتل. دا لومړی ځل دی، چې بريتانوي شهزاده د افغانستان د جګړې پر مهال د دومره کسانو د وژلو اعلان کوي. افغان سرپرست حکومت او نړيوالو بشري ادارو د بريتانوي شهزاده د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *