افغانستان
د بلخ ولایت خلم ولسوالي له سمنګانو سره یوځای شوه
د اسلامی امارت د ریاست الوزرا د پرېکړه پر اساس د بلخ خُلم ولسوالي د سمنګانو ولایت اړوند شوه.
دغه ولسوالي د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو په غوښتنه له بلخ ولایت څخه سمنګانو ولایت ته د اسلامي امارت د ریاست الوزرا د عالي مقام له تائیدۍ وروسته سمنګانو ولایت اړوند شوه.
د یادونې وړ ده، چې له دې وروسته به بلخ ۱۳ اداري واحدونه او سمنګان به ۷ اداري واحدونه ولري.