اقتصاد او رغونه

د بلخ ولایت د ګمرک عواید ډېر شوي

د بلخ ولایت د ګمرک ریاست چارواکي وایي، د تېر کال پرتله درې مېلیارډه افغانۍ ډېر عواید راټول شوي دي.
د دوی په وینا، تېر کال یې شپږ مېلیارډه افغانۍ عواید راټول کړي وو، خو سږ کال یې ۹ مېلیارډه عواید راټول کړي چې د تېر کال پرتله ۴۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي هم د اصلاحاتو رامنځ‌ته کېدل او د فساد مخنیوی، په ګمرکونو د عواېدو د زیاتېدو اصلي لاملونه بولي.
بل‌خوا، د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان او یو شمېر سوداګر له اسلامي امارت څخه د سوداګرۍ په غوړېدا کې د همکارۍ او په ګمرکونو کې د لا زیاتو آسانتیاوو د رامنځ‌ته کېدو غوښتنه کوي.
د چارواکو په وینا، هره ورځ د سیمې د ګاونډېو هیوادونو په ځانګړې توګه پاکستان سوداګریز توکي د حیرتان بندر له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته صادریږي چې افغانستان هم له دې لارې عواید تر لاسه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *