سرمقالې

د بهرنيو اړيکو پرمختګ هم له کورني ځواک سره تړلی دی !

څرنګه چې دا مهال د افغانستان بهرنيو چارو وزير د يو لوړ رتبه هيئت په ملتيا اسلام آباد کې له پاکستاني مشرانو سره په خپرو اترو بوخت دی ، شنونکي او د سياسي چارو څېړونکي هم په دې اړه بېلابېلې تبصرې لري، ځکه د پاکستان او افغانستان خپلمنځۍ اړيکې دواړو هېوادونو ته خورا زياتې مهمې دي،وجه داده چې د دواړه هيوادونو ترمنځ ډېره اوږده تقريباً ۲۷۰۰اووه ويشت سوه کيلومتره سيمه کې ګاونډيتوب موجود دی، بل داچې دواړه ملتونه خپل منځ کې ژور ديني، کلتوري او تاريخي مشترکات لري او د اسلامي اخوت په تار سره تړلي دي،بل دا چې پاکستاني چارواکو د افغانستان پر هغو سيمو خېټه اچولې او لاهم د خپلې ولکې پرټينګولو ليګادي ،کومې چې يرغلګر او غاصب انګرېز له موږ نيولې وې، همدا ټکی له تېرو ۷۵کلونو راهيسې د دواړو هېوادو ترمنځ د بې باورۍ او خپګان اصلي لامل دی، په هرصورت دا چې همدغه تېره موده يعنې د پاکستان د جوړېدو له پيل راهيسې آن لاهغه مهال دواړو ترمنځ خوابدي موجوده وه کله چې نوی پاکستان هم لا دومره ځواکمن نه و ،نو اوس چې افغانستان تېرو پنځه څلوېښت کلونو کې د وخت دواړو ځواکمنو نظامي اتحادونو وارسا او ناټو ترخپلې وسې ځپلی، خو بالمقابل پاکستان بيا له دواړو څخه ګټه او مراعات ومني، مطلب دا چې نه يوازې پاکستان بلکې له ټولې نړۍ سره زموږ د اړيکو پرمختګ يقيناً زموږ له کورني ځواک ، مستحکم نظام ، اقتصادي وړتيا او توليدي استعداد سره تړلی دی، په دې مانا چې که هرڅومره زموږ د حکومت نظام پوخ او متحد وي،مناسب توليد او پيداوار ولرو او نور هم دلته د خپلو ګټو لپاره مناسب فرصتونه وګوري، په هماغه کچه زموږ بهرنۍ اړيکې هم پراخېږي او موږ به په هماغه وزن تلل کېږو، البته دا يو واقعيت دی،چې پاکستاني چارواکي په هرصورت زموږ ځواکمني د ځان لپاره يو خطر ګڼي ، بنا پردې ښايي تل هڅه وکړي چې افغانستان کې هر واکمن حکومت پرڅه ناڅه سرخوږي مصروف وي، دا په داسې حال کې ده چې دا وخت پاکستان خپله هم د انرژۍ له سخت کمی سره لاس ګرېوان او له منځنۍ آسيا سره پراخې سوداګرۍ ته شديده اړتيا لري، کومه چې د ټرانزيت لپاره تر ټولو غوره لاره يې افغانستان دی، خو بيا هم د خپلو هماغو مجبوريو له امله د ټاپي اوکاسا زر په شان مهمو ګټمنو پروژو ته زړه نه شي ښه کولای، په همدې اساس يې له افغانانو سره هر مجلس يوازې په الفاظو کې پاتېږي اوهېڅکله يې څه محسوسه پايله نه ده لرلې، ځکه خو موږ ته هم لازمه ده چې ځان له کاره ونه باسو او ډېر حساب هم پرې ونه کړو،بلکې ټول وختونه د هېواد پرمختګ د نظام ټينګښت او له ځينو نورو هېوادونو سره د اړيکو رغولو کې مصرف کړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *