افغانستان

د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویلي چې د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت زیاتوالی موندلی او دم‌ګړۍ د کابل په بازارونو کې یو ډالرو په څه کم ۸۵ افغانیو پلورل کېږي. دغه ټولنه زیاتوي چې د افغانیو ارزښت نه یوازې د ډالر بلکې د نورو اسعارو پر وړاندې هم لوړ شوی دی. په کابو دوو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې یو ډالر د ۸۵ افغانیو معادل شوی دی. د صرافانو ټولنه د افغانستان بانک له لوري د ډالرو لیلام او افغانیو ته د تقاضا زیاتېدل د ډالر پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت د لوړېدو دوه لاملونه ګڼي. بل خوا، اقتصاد وزارت وایي، چې اسلامي امارت توانیدلی دی، چې د صادراتو په زیاتولو، د ډالرو د قاچاق په مخنیوي او اسعارو ته د تقضا په مدیریت سره د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *