سرمقالې

د بهرنیو فشارونو په مقابل کې د افغانانو مکلفیت څه دی؟

موږ باید پردې حقیقت سرخلاص کړو چې د افغانانو پرخلاف د نړیوالو جګړه لاهم پای ته نه ده رسېدلې. ځکه ښکاره ده چې اوس هم د ټولو ګاونډیانو او سیمې د نزدې اولیرې هېوادونو په شمول د ختیځ او لویدیځ ټول ځواکمن هېوادونه زموږ د ګوښه کولو او کمزوري کولو لږو ډېره هڅه کوي چین زموږ له اسلامه ډاریږي، د منځنۍ آسیا هېوادونه همدارنګه خپلو سیمو کې د اسلامي خوځښتونو له بیا فعالېدو او د افغانستان له وضعیته یې د جذبې اوروحیې له پیاوړي کېدو سخت په اندیښنه کې دي. حال داچې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته فکر کېده چې یاد هېوادونه به جنوبي آسیا ته د خپلې انرژۍ دلېږد لپاره ډېره بيړه اوتلوسه ولري، خودادی وینو چې لاهم د ټاپ، ټاپي او کاسا په شان پروژې هماغسې نادرکه پاتې دي. ایران که څه هم زموږ له اسلامه نه ډاریږي خو همدلته د خپلو دوستانو په اړه خورا ډېر خواشینی دی پاکستان خو لکه څومره چې موږ سره يې اړیکې زیاتې دي، په هماغه کچه ځان اغېزمن او تاواني هم بولي لویدیځه نړۍ لاهم د خپلو شل کلنو خواریو او مصارفو له کبله د حسرت اوښکې نو یوي او ترڅنګ یې سل رنګه جفا ګانوته لاس هم اچولی بندیزونه یې ورځ تر بلې زیاتیږي، پیسې یې را نه قبضه کړې، چاپ شوي پاسپورټونه او افغاني نوټونه یې را نه وچ په بدماشۍ ایسار کړی او ناوړه منفي تبلیغات یې شپه ورځ روان دي عربی او ټوله اسلامي نړۍ کې زموږ کوم داسې خواخوږی نشته چې رښتینې ملګرتیا راسره وکړي او په رسمیت موو پېژني واردات او صادرات موله سختو بانکي ستونزو سره مخ او سوداګر مو په تړلیو لاسونو په کار لګیادي. دغه راز دلته د امنیت خرابولو لپاره هم بهرنۍ استخباراتي کړۍ پوره هڅه هاند کوي. دوی غواړي د خپلو اجیرانو پرمټ څو محدود بهرني سفارتونه هم ووېر وي او ويې تړي څو افغانستان له بشپړ ګوښه توب سره مخ او د خلکو ستونزې لاپسې زیاتې شي. سربېره پردې اوس داسې ښکاري چې نور ښایي په خارج کې هیڅ کوم مجلس ته هم د افغانانو کوم استازی ونه بلل شي او داشان ټوله دنیا موږ سره ځان په مرورتوب واچوي لنډه دا چې اوس مهال موږ له همدغه شان ګوښه توب او راپېښو مشکلاتو سره مخ یو او دا واقعیتونه له هیچا پټ هم نه دي. خو پوښتنه داده چې دغسې راپېښ وضعیت کې خپله زموږ مکلفیت او ذمه واري څه ده او افغانان یې په مقابله کې څه او څه کولی شي. طبیعی ده چې په دې اړه به هر افغان یو څه ځواب او خپل وړاندیزونه لري او باید هرچا سره په دې تړاو خو یوڅه اندېښنه او فکر حتماً موجود وي په هر صورت زموږ اټکل دادی چې ښايي د زیاترو با احساسه او وطنپالو افغانانو ړومبی وړاندیز دا وي چې افغان ولس دې سره له ګردو مشکلاتو د خپل استقلال شکر ادا او بیا دې ښه په مېړانه او اخلاص د خپل هېواد ودانولو او پرځان بسیا کولوته ملا وتړي افغانانو ته په کارده چې ترڅو کلونو د همدغسې فشارونو زغملو حوصله ځان کې پیدا او د ناهیلۍ احساس بیخي له زړونو وباسي ځکه هغه ملتونه چې خپلواکي ساتل او له غلامۍ نه ځان خلاصول غواړي، خامخا به له دغه ډول جفاګانو … 7مخ

سره لاس ګریوان وي. البته په دې لړکې له همدې عمومی نظره ورها خوا د خواصو، تجربه کارو اولوستو اشخاصو ډېره سپارښتنه بیا داده چې وایي د هېواد و دانولو او بسیاکولو لپاره په نظام کې اصلاحات راوستل ضرور دي او ترڅو چې موږ یو بشپړ ملي او مشروع نظام ونه لرو، د هېواد پرمختګ هم ناشونی دی د دوی په نظر د نظام د سمولو لپاره تر هرڅه مخکې اساسي قانون یا د چارواکو لپاره د صلاحیتونو ټاکنه خورا ډېره مهمه ده ځکه موږ د آخرې زمانې اهل یو نوکه هرڅومره اخلاص ولرو خو چې ظاهراً د هر لوی چارواکي مخه خلاصه اوڅه قانوني موانع په مخکې نه ویني، حتماً به آخر پای داسې حکومت پریو شخصی او مستبد رژیم بدلیږي چې هیڅوک به یې له مشرانو څخه نه د عدالت په هکله پوښتنه وکړی شي او نه به د بیت المال محاسبه ورسره وشي.
ښکاره ده چې یاد صلاحیتونه به د یوې شورا له خوا ټاکل او تصویبیږي نباء معلومه شوه چې د حکومت اجرائیوي ډلې ترڅنګ یوې داسې با صلاحیته شورا ته هم شدیده اړتیا ده چې هروخت یې د حکومت ټولې ځانګې ترکتنې او څپړنې لاندې وي بله خبره داده چې د هېواد موجوده غربت ته په کتو له هر افغان سره دا فکر دی چې باید د چارواکو په کړو وړو کې له بیت المال سره د هغوی چلند ته ډېر پام وشي. مطلب دا چې اوس د خلکو حساب فقط په مالی شفافیت راڅرخي، نه په ږیرو، پګړیو او نوافلوپه دې توګه عام ولس یوازې هغه مهال له خپلو حاکمانو سره صداقت او خواخوږي کوي چې مالي برخه کې د هغوی له اخلاص او دیانته مطمئن شي دهمدغو وجوهاتو پر اساس معلومه شوه چې د هېواد د ودانۍ، پرمختګ او د اغیارو له احتیاجه د خلاصون زیاتره مسؤلیت او دروند بار د موجوده حکومت د مشرانو پرغاړه دی همدوی به په هر ممکن صورت د خپل ملت باور تر لاسه کوي، ځان سره به یې ملګری کوي، اخلاص او تقوا به کوي، له څښتن تعالی به مرسته غواړي او بیا به که خدای کول ډېر په اسانۍ سره د نړیوالو د جفاګانو او فشارونو له مقابلې بریالي راوځي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *